افغانستان

په ایران او پاکستان کې یو شمېر کډوال د خپل بې‌برخلیکه وضعیت په اړه شکایت لري

په ایران کې یو شمېر افغانان د کډوال منونکو هېوادونو له خوا د دوی د کډوالۍ دوسیو پر ځنډولو نیوکه کوي.

دغه کډوال وايي چې ایران کې په بشپړ امنیت کې ژوند نه کوي، د ایراني پولیسو له خوا ځورول کېږي او نه شي کولای چې په دغه هېواد کې کار او زده‌کړو ته دوام ورکړي.

بل خوا په پاکستان کې یو شمېر کډوال هم وايي چې له ورته ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له ملګرو ملتونو او نورو هغو هېوادونو چې کډوال مني، غواړي چې د دوی د کډوالۍ دوسیې وڅېړي.

اروپايي هېوادونو او امريکا ته له ايران او پاکستان څخه د زرګونو افغان کډوالو له لېږد وروسته اوس دغه کډوال د دوسيو د نه څېړلو له امله نيوکې کوي.

دغه کډوال وايي چې له شاوخوا دوو کلونو راهیسې په ایران کې اوسېږي او په بشپړې بې برخلیکۍ کې دي.

پخوانی سرتیری جاوید هاشمي چې ایران کې کډوال دی، وايي: «په ایران کې د سختو امنیتي ګواښونو له امله اړ شوم چې ایران ته راشم، زه اوس په ایران کې یم او سختو اقتصادي، ښوونیزو او تحصیلي شرایطو کې یم او له هغو هېوادونو څخه د مرستې غوښتنه کوو چې د بیا مېشتېدنې د منلو وړ وي. زموږ ستونزه حل کړئ.»

د طالبانو په لاس د افغانستان له سقوط وروسته یو شمېر خبریالان هم ایران او پاکستان ته کډوال شوي او د کډوال منونکو هېوادونو ویزو ته په تمه دي.

افغان خبریاله نیلاب عمرخیل وايي: «موږ ټول کډوال او له طالبانو څخه تښتېدلي یو، د افغانستان د پخواني حکومت ملاتړ نه لرو او نه شو کولای چې په اسانۍ سره خپلې ویزې او د اوسېدو اسناد نوي کړو، او دا زموږ لپاره ډېر لوی ناورین دی، موږ په ایران کې نه شو پاتې کېدای او نه هم بېرته افغانستان ته ستنېدای شو.»

په ایران کې د افغان ښځو غږ غورځنګ په دې هېواد کې د افغان کډوالو د کړکېچن وضعیت په اړه په یوه غونډه کې له نړۍ غوښتي چې د دوی غږ واوري.

بي ماه احمدي چې په افغانستان کې مدافع وکیله وه، د طالبانو له راتګ وروسته ایران ته کډواله شوه. هغه وايي چې په ایران کې خپلې شپې او ورځې له سختیو سره تېروي.

د ماشومانو د حقونو مدافع بي ماه احمدي: «بېلابېل محدودیتونه موږ ګواښي. موږ له زده‌کړې او کار څخه بې‌برخې یو. موږ تمه لرو هغه هېوادونه چې کډوال مني زموږ د لېږد په برخه کې سمدستي ګامونه پورته کړي. له بده‌مرغه موږ په ایران کې ښه امنیت نه لرو.»

له دې سره هم‌مهاله په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو هم په یوه اعتراضي غونډه کې له کډوال منونکو هېوادونو وغوښتل چې د دوی دوسیو ته سمه رسېدنه وکړي.

د افغان مېرمنو د اعتراضي خوځښت د خپلواک ایتلاف غړې مونس مبارز وايي: «دا بې وسۍ، ظلم، دا بېځایه کېدل او تباهي زموږ غوښتنه نه وه، څوک غواړي چې خپل وطن، خپل د زېږېدو ځای، د خپلو پلرونو او نیکونو کور پرېږدي او د ګاونډیو هېوادونو او سیمې په ګوټ ګوټ کې په ذلت سره ژوند وکړي.»

په همدې حال کې په ایران او پاکستان کې مېشت افغان کډوال د خپلو دوسیو د نه رسېدنې په برخه کې د سستۍ خبره کوي، دوی تل د ایراني او پاکستاني پولیسو پر ناسم چلند نیوکه کړې او ویلي یې دي چې په سختو شرایطو کې دي.