سوداګري

سیګار: د طالبانو له‌خوا د «افغانستان د اماني صندوق» له پیسو د ناوړه ګټې اخیستو په اړه اندېښنه لرو

د افغانستان په بیارغونه کې د امریکا ځانګړې څارونکې ادارې (سیګار) د امریکا کانګرس ته په خپل تازه راپور کې، په سویس کې«د افغانستان له اماني صندوق» له پیسو د طالبانو د ناوړه ګټې اخیستو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغه بنسټ وایي: «اماني صندوق «له هغو فعالیتونو چې د افغانانو په ګټه وي، مالي ملاتړ نه دی کړی.»

د اماني صندوق د مدیریت په هکله د سیګار نوی راپور د امریکا کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیتې په غوښتنه برابر شوی او ددغې کمیټې د مشر مایکل‌مک کال په واک کې ورکړ شوی دی.

سیګار همداراز «پر شکمنو مالي فعالیتونو د څارنې بنسټ د یوه مسوول مقام په ټاکلو کې د طالبانو د رول» په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

ددغه بنسټ په وینا، حیات الله بدري چې د امریکا د نړیوالې ترهګرۍ په نوملړ کې دی، اوس د «فاین‌ترکا» په نوم بنسټ رییس ټاکي. دا برخه د پيسو سپينولو او د افغانستان په مالي او بانکي سیستم کې د ترهګرۍ د تمویل په شان ناقانونه فعالیتونو د مخنیوي او پر هغې د څارنې مسوولیت لري.

خو د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک تراوسه د سیګار د وروستي راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي.