ښځې

د طالبانو له خوا د نیونو په زیاتېدو سره کابل کې کورنۍ خپلو لوڼو ته له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي

په کابل کې يو شمېر ښځې او نجونې وايي، چې د خپل ځانونو د خونديتوب په اړه اندېښمنې دي او کورنۍ يې له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي.

دغه ښځې او نجونې وايي چې د هغو ښځو او نجونو د نيولو لړۍ هم ډېره شوې چې د جامو اغوستل یې د طالبانو په خوښه نه وي.

بل خوا د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې وايي، طالبان حاضر نه دي، چې ان د نیول شویو نجونو او ښځو له کورنیو سره د دوی په اړه معلومات شریک کړي.

د ښځو او نجونو د نیول کېدو د زیاتوالي سره هم مهاله د هغوی د جامو اغوستلو د څرنګوالي له امله په ځانګړې توګه د کابل په لوېدیځ کې، اوس دا ښځې او نجونې وايي چې کورنۍ یې ان له کوره د وتلو اجازه نه ورکوي او د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمنې دي.

د کابل اوسېدونکې هدیه وايي: «نه یوازې زده‌کړې او کار کول په اوسني وضعیت کې یوه لویه ننګونه ده؛ بلکې په دې وروستیو کې یوه بله اندېښنه هم زموږ لپاره رامنځته شوې چې د طالبانو له خوا د نیول کېدو وېره ده. دې ته اندېښنه لرو چې کورنۍ به مو نور اجازه رانه‌کړي چې له کوره بهر ووځو او یا هم کار وکړو.»

د کابل بله اوسېدونکې صدف وايي: «موږ مخکې (اسلامي حجاب) رعایت کاوه؛ خو له کله چې طالبان راغلي دي، زموږ اندېښنه لا زیاته شوې چې ایا زموږ جامې ستونزه لري که نه. هر کله چې له کوره بهر ځو، کورنۍ موږ راته اندېښمنې وي.»

د سولې او ازادۍ لپاره د ښځو غورځنګ، له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند ظالمانه او د ټولو اسلامي اصولو خلاف ګڼلی دی. یو شمېر نجونې وايي چې طالبان ان په ښوونیزو مرکزونو کې هم د نجونو د جامو پر څرنګوالي څارنه لري.

که څه هم څو ورځې وړاندې طالبانو ويلي و، چې هېڅ څوک یې په خپل سر نه دي نيولي، خو طالبان نه حاضرېږي چې د دې نیول کېدو د زياتوالي او د دې پروسې د دوام په اړه جزئیات ورکړي.

اوس ښځې او نجونې له نړیوالې ټولنې غواړي چې باید د جامو ټاکلو ازادۍ حق هم له دوی څخه وانه‌خیستل شي.

یوه له دغو نجونو وايي: «د ښځو او نجونو نیول؛ په ځانګړې توګه د کابل په لوېدیځ کې د (طالبانو د غوښتنې وړ حجاب نه رعایتولو) په پلمه، د دې لامل شوې چې ښځې په کور کې بندي شي. د بشري حقونو له بنسټونو او ملګرو ملتونو غواړو چې پر طالبانو فشار راولي، ترڅو له دې خپلسرو نیونو مخنیوی وشي.»

ښځې او نجونې وايي، چې د طالبانو د امر بالمعروف رياست له تېرې دوشنبې راهيسې د دوى د نيولو لړۍ په ځانګړې توګه د کابل په لوېديځ کې پېل کړې ده_د جامو د اغوستلو څرنګوالی د دغو نیول کېدو یو له بنسټیزو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو، د بښنې نړیوال سازمان او د بشري حقونو نورو ادارو هم له طالبانو غوښتي وو چې دغه بهیر ودروي، خو ښځې او نجونې وايي چې په کابل کې د دوی د نیولو لړۍ نه یوازې کمه شوې؛ بلکې د وروستیو ورځو څخه هم په دې لړۍ کې زیاتوالی راغلی دی.