سوداګري

طالبان مزارشریف ته د شبرغان ګاز د لېږد له پروژې د ګټې اخیستنې خبر ورکوي

د شبرغان د نفتو او ګازو تصدۍ طالب مسوولین په نږدې راتلونکي کې د شبرغان د ۹۴ کیلو متره ګازو پروژې له ګټې اخیستنې خبر ورکوي.

په جوزجان کې د طالبانو د تیلو او ګاز تصدۍ رییس وايي چې دا پروژه به د افغانستان له ملي بودیجې څخه د ۱۰۶ میلیونه افغانیو په لګښت ګټې اخیستنې ته وسپارل شي، چې په بشپړېدو سره به یې له زېرمو ګاز مزار ته ولېږدول شي.

د شبرغان د نفتو او ګازو تصدۍ چارواکي همدارنګه وايي چې د ګازو د دغه پایپ لاین ګټې اخیستنې ته سپارل کېدو سره به د ګازو د لېږد ظرفیت هم دوه چنده لوړ شي.

د شبرغان – مزار شریف د ګازو د لېږد پروژه د تېر حکومت پر مهال پیل شوه او ټاکل شوې وه چې د ګازو یوه لویه برخه یې د مزارشریف د سرې فابریکې ته د ګټې اخیستنې لپاره ولېږدول شي، خو د دې ګاز پایپ لاین د لېږد په لاره کې د جګړې د زیاتوالي له امله د دغې پروژې کار ودرول شو.

تازه د طالبانو تر ادارې لاندې د شبرغان د نفتو او ګازو تصدۍ یو ځل بیا مزار ته د شبرغان د ګازو پایپ لاین د لېږد په اړه خبر ورکوي او وایي چې دا پروژه به د ټاکل شوي وخت دمخه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د شبرغان د تېلو او ګازو تصدۍ رییس اختر محمد منصور وايي: «د دغې پروژې لپاره ۱۰۶ میلیونه افغانۍ ځانګړي شوي او سږکال موږ پلان درلود چې د ګاز پایپ لاین ۲۰ کیلو متره نور هم زیات کړو. خو اوس ګورو چې د ۲۰ کیلو متره ګازو پایپ لاین کار له دې هم مخکې تللی، د دې پروژې د هرې برخې لپاره مو ۹ میاشتې وخت ټاکلی وو او هڅه کوو چې دا پروژه له ټاکل شوي وخت مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارو.»

د دغې پروژې په بشپړیدو سره، تمه کیږي چې په مزارشريف کې د سرې فابريکې ځینې برخې بيا په کار پيل وکړي او د دې فابريکې توليدي ظرفيت به نور هم لوړ شي.

د شبرغان د نفتو او ګازو تصدۍ رییس زیاتوي: «په ټوله کې د دې پروژې اوږدوالی ۹۴ کیلومتره دی، چې په بشپړېدو سره یې کولی شو بې له کوم خنډ او ځنډ د مزارشریف د سرې فابریکې ته ګاز ورکړو او همدارنګه د مزارشریف اوسیدونکو ته برېښنا برابره کړو او د سرې تولیدي فابریکې د کار له پیل سره به په راتلونکي کې د کروندګرو سره د سرې په برخه کې هم مرسته وشي.»

د پروژې مدیر عبدالصبور وايي: «دا پروژه اوس مهال د معیار پر بنسټ دوام لري او کارکوونکي مو دلته کار کوي او د پایپ تېرونې په برخه کې زموږ ډیری کارکوونکي متحده اماراتو کې روزل شوي دي.»

اټکل کیږي چې د دغې پروژې عملي کېدل به ۱۰۶ میلیونه افغانیو ته اړتیا ولري.

یو کارکوونکی ذبیح الله وايي: «زه خپل هیواد لپاره په کار کولو ډېره خوشاله یم. سربیره پر دې، امنیت ښه دی او زه کولی شم خپل کار په اسانۍ سره ترسره کړم.»

د محمد فرید په نوم بل کارکوونکی وايي: «زه ډیر خوشاله یم، پخوا مو په دې پایپ لاین کې کار کاوه، هره شیبه مو په زړونو کې د ویرې احساس و او اوس موږ له خپل کار څخه راضي یو.»

طالبان ادعا کوي چې د قوش تیپې کانال جوړول، د سرپل د نفتي څاګانو د ظرفیت لوړوالی، او مزار شریف ته د شبرغان د ګازو لېږد هغه لویې پروژې دي چې کارونه یې چټک شوي.