ښځې

د طالبانو له خوا «د بې‌حجابۍ له امله د لسګونه» ښځو نیول

انځور: ارشیف

د ښځو د سیاسي ګډون شبکه وايي، طالبانو په تېرو درېیو ورځو کې په کابل کې لسګونه ښځې د بې‌حجابۍ په پلمه نیولې دي.

د دې شبکې په وینا، د طالبانو له خوا نیول شوې ښځې نامعلوم ځای ته لېږدول شوې او کورنیو ته یې هم معلومات نه ورکول کېږي. د ښځو حقونو فعالانو د ښځو د بې قید او شرطه ازادۍ او له ملګرو ملتونو د جدي اقدام غوښتنه کړې ده.

له دې سره هم‌مهاله، د طالبانو ویاند وايي چې هېڅوک په خپل سر نه دي نیول شوي او نیول کېدل د طالبانو د عدلي او قضایي بنسټونو د صلاحیت له مخې کېږي.

ورته مهال په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي وايي، د خپلسرو نیونو په اړه اندېښنه لري او دا بهیر باید ودرول شي.

د ښځو د سیاسي ګډون شبکه وايي، چې طالبانو ښځې د ناسم حجاب اغوستلو په پلمه نیولې دي او اوس یې کورنۍ د دوی د وضعیت په اړه معلومات نه لري.
د ښځو حقونو فعاله ترنم سعیدي وايي: «ملګري ملتونه، د امنیت شورا او د بشري حقونو سازمان باید دا وضعیت او جنایتونه وګوري او د دې ترهګرې ډلې د ځپلو او د دې ناورین د هواري لپاره ژرترژره اقدام وکړي.»

د ښځو د حقونو فعالانې وايي، هغه ښځې چې د طالبانو په بند کې دي، باید خوشې شي او نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه دې د ښځو د خوندیتوب لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ هم ویلي، چې له اکټوبر میاشتې راهیسې د نجونو د زده‌کړو د دوو فعالانو فهیم عظیمي او صدیق‌الله افغان او د ښځو حقونو د فعالې منیژې صدیقي د خپلسرو نیولو دوام د اندېښنې وړ دی. یوناما د طالبانو له خوا د خپلسرو نیونو د ودرېدو غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو وياند وايي، هېڅوک له لامل پرته او په خپلسرې توګه نه نیول کېږي بلکې د ده په وينا دغه نیول د طالبانو د عدلي او قضايي بنسټونو د غوښتنو او صلاحیت له مخې کېږي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد څرګندوي: «ډاډمن اوسٸ چې هېڅوک په خپلسر او له کره او هر اړخیز معلوماتو پرته نه نیول کېږي. دویم، که څوک نیول کېږي، د قانوني لارو او عدلي ارګانونو پر بنسټ دا کار کوي.”

خو طالبانو په افغانستان کې له دویم ځل واکمنېدو وروسته د ښځو د حقونو لسګونه فعالانې او یو شمېر د زده‌کړو فعالان نیولي دي.

په ډېری پېښو کې طالبانو ان د نیول شویو کسانو د نیولو لامل په اړه هم یو خبره هم نه ده کړې.

پر بشري حقونو د څار نړيواله اداره وايي، د طالبانو په زندانونو کې زيات شمېر فعالې ښځې دي، چې نومونه يې نه دي په ډاګه شوي؛ کورنیو ته یې د وېرې او ګواښ له امله. د دې ادارې بله اندېښنه دا ده چې په زندانونو کې ښځې شکنجه کېږي.