نړۍ

په بیروت کې د اسراییلو په هوايي برید کې د حماس ډلې د مرستیال وژل کېدل

د لبنان د پلازمېني بیروت په سویل کې په اسراییلو ځواکونو په هوايي برید کې د حماس ډلې د سیاسي دفتر مرستیال صالح العاروري او د دې ډلې دوه نور قوماندانان وژل شوي دي.

رویټرز خبري آژانس د سه شنبې په ورځ راپور ورکړ چې د پلازمېنې بیروت په سویل کې د حماس ډلې پر دفتر د اسراییلو د بې پیلوټه الوتکو برید شوی.

په راپور کې ویل شوي چې په دې برید کې شپږ تنه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، د اکټوبر له اوومې نېټې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې څه د پاسه ۲۲زره وګړي وژل شوي دي.

د سه شنبې په ورځ اسراییلو د غزې په سویل کې پر خان یونس سیمې بریدونه پراخ کړل او له نورو سیمو یې خپل زرګونه پوځیان وایستل.

اروري د غزې جګړې د پرېکړه لیک او له حماس څخه د اسراییلي یرغمل شویو د خوشي کولو په اړه د قطر او مصر په منځګړیتوب خبرو کې مهم رول درلود.

اخوا، ایران ددې برید په وړاندې غبرګون ښودلی او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر د چهارشنبې په ورځ اسراییل په بیروت کې د العاروروي د ترور مسوول وباله او خبرداری یې ورکړی چې د اسراییلو د ترور ماشین د سیمې د سولې او امنیت لپاره ګواښ دی.