نړۍ

په جاپان کې د رېښتر په کچه ۷،۶ درجې زلزله وشوه

جاپان د دغه هېواد په لوېدیځ کې له سختې زلزلې وروسته د سونامي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د اسوشيتد پرس د راپور له مخې، د جاپان د هوا پېژندنې ادارې دوشنبې د جنورۍ په لومړۍ نېټه په ایشیکاوا او شاوخوا ولایتونو کې د رېښتر په کچه د ۷،۶ درجې زلزلې خبر ورکړ.

له دغې زلزلې وروسته جاپان په ایشیکاوا او د هونشو جزیرې په شمالي سواحلو کې د لویې سونامي په اړه خبرداری ورکړی دی.

د جاپان دولتي ټلویزیون خبرداری ورکړ چې ښایي د سېلابونو لوړوالی ۵ مترو ته ورسېږي او له خلکو یې وغوښتل چې ژرترژره د شاوخوا ودانیو لوړو پوړونو ته ولاړ شي.

څه موده مخکې هم د جاپان په ایشیکاوا ولایت کې د رېښتر په کچه ۶،۵ درجې زلزلې یو تن مړ او ۲۷ نور ټپیان کړل.