ورزش

د افغانستان او متحده عربي‌ اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن دوهمه لوبه کوي

د رپوټونو له مخې، ټاکل شوې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلې نن یکشنبې په دوهمه شل اوریزه لوبه کې سره سیالي وکړي.

دغه لوبه د کابل پر وخت د ماښام په شپږ نیمو بجو د شارجې په لوبغالي کې پیلېږي.

افغان ملي لوبډلې د تېرې جمعې په ورځ د متحده عربي اماراتو له لوبډلې څخه د ۷۲ منډو په توپیر سره لومړۍ شل اوریزه لوبه وګټله.

ټاکل شوې د افغانستان او متحده عربي اماراتو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ درېيمه شل اوریزه لوبه د راتلونکې سه شنبې په ورځ ترسره شي.

د ویلو وړ ده چې افغان کرېکټ ملي لوبډله به د مرغومي له شلمې نېټې وروسته له هند سره درې شل اوریزې لوبې ترسره کړي.