ښځې

د ښځو پر کار د طالبانو د بندیز یو کال؛ کورنیو او نړیوالو غبرګونونو ته کتنه

طالبان تل د ښځو او نجونو پروړاندې لګول شوي محدودیتونه ـ له دې جملې په نادولتي بنسټونو د کار بندیز ـ اسلام او شریعت پورې تړلي بولي.

د دې بندیزونو په اړه د اسلامي همکاریو سازمان چې د اسلامي هېوادونو تر چتر لاندې دی، څه دریځ لري؟ او د طالبانو له خوا د لګول شویو بندیزونو په اړه د دیني عالمانو غبرګون څه دی؟

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵ واک ته له بیا رسېدو راهیسې، په هر ډول بندیزونو کې چې پر ښځو او نجونو یې لګولي دي؛ د شريعت او اسلام موضوع یې منځ ته راوړې.

تر دې چې د ۲۰۲۲ کال د دېسمبر په ۲۴مه یې پر ښځو او نجونو نوی بندیز ولګاوه او امر یې وکړ چې په افغانستان کې ښځې او نجونې نور په نړیوالو غیردولتي موسسو کې د کار کولو اجازه نه لري.

دې پرېکړې د لسګونه کورنیو اقتصادي څرخ چې سرپرستي یې د ښځو پر غاړه وه، په ټپه ودراوه.

د کار له حق څخه یوه بې‌برخې شوې ښځه وايي: «پنځه کاله کېدل چې ما او خاوند مې د بیمې په یوه بهرنۍ موسسه کې کار کاوه. کله چې موسسه وتړل شوه، خاوند مې ایران ته لاړ ځکه کاروبار نه و، موږ په افغانستان کې له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان و. زه په کرايي کور کې یوازې یم. څلور اولادونه لرم او د کار لپاره هڅه کوم خو کار نشته، په افغانستان کې بېوزلي، لوږه او وزګاري اوج ته رسېدلې ده، موږ له ډېرو ستونزو سره مخ یو.»

سره له دې چې طالبان په پرله‌پسې ډول دغو بندیزونو ته شرعي تړاو ورکوي، خو په تېر یوه کال کې د اسلامي همکاریو سازمان له اسلام سره د دغو بندیزونو تړاو بیا بیا رد کړ او د لیرې کولو لپاره یې لستوڼي را بډ وهل؛ د غونډو له ترسره کولو نیولې، کابل ته د دغه سازمان د پلاوي سفرونو او له طالب چارواکو سره تر لیدنو.

د اسلامي همکارۍ سازمان د ۲۰۲۳ کال په جنورۍ میاشت کې د افغان مېرمنو پروړاندې د لګېدلو بندیزونو په تړاو یوه ځانګړې ناسته جوړه کړه.د دغه سازمان د روان کال په نومبر میاشت کې هم د «اسلام کې ښځې» په نوم یوه بله ځانګړې ناسته رامنځته کړه چې د افغان نجونو او ښځو د وضعیت ارزول د دې ناستې یوه برخه وه. د دې سازمان غړو هېوادونو څو ځله له طالب چارواکو سره د لیدنې لپاره کابل ته پلاوي لېږلي دي.

دغه سازمان چې د اسلامي هېوادونو ستر چتر ګڼل کېږي، په خپلو خبرپاڼو کې یې افغانستان کې پر ښځو او نجونو د بندیزونو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

جنوري میاشت کې د دې سازمان د «ځانګړې ناستې» په وروستۍ اعلامیه کې راغلي: «عمومي منشي د غړو هېوادونو، د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ، د ښځو د پراختیا سازمان، د بشري حقونو دایمي خپلواک کمیسیون، الازهر الشریف، په سعودي عربستان کې د لوړپوړو عالمانو شورا او د مسلمانانو نړیوالې ټولنې له خوا د خپرو شویو خبرپاڼو چې پکې د زده‌کړو د اړتیا په اړه د اسلامي شریعت پر دریځ او په عامه ژوند کې د ښځو په کار

د دې سازمان په بله اعلامیه کې چې اپرېل میاشت کې خپره شوه همداراز افغانستان کې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره د ښځو او نجونو پر کار د طالبانو د محدودیتونو په غبرګون راغلي: «په دې خواشینوونکې خبرپاڼې سره، د اسلامي همکاریو سازمان دارلانشاء د راپور شوي بندیز په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګندوي. نوی حکم به د ښځو او نجونو پر وړاندې د زده‌کړو، په دولتي جوړښتونو او نادولتي موسسو کې د کار کولو د بندیز په ګډون محدودیتونه سخت کړي.»

هېواد کې دننه هم یو شمېر دیني عالمانو او اسلامي څېړونکو په پرله‌پسې ډول ويلي چې پر ښځو او نجونو د طالبانو بندیزونه له اسلام او شریعت سره هېڅ تړاو نه لري.

د اسلامي علومو څېړونکي فضل‌الهادي وزین په دې اړه وویل: «د سرپرست حکومت (طالبانو) له خوا په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر ښوونې او روزنې، زده‌کړو او کار کولو بندیزونه کوم شرعي بنسټ نه لري. د اسلام مبارک دين، نه په قرانکريم، نه د اسلام د ستر پيغمبر (ص) په سنتو او نه هم د اسلامي فقهې په کوم ځای کې د ښځو له زده‌کړو او کار سره مطلق مخالفت کړی.»

له دې هڅو سره سره؛ طالبان د دې پر ځای چې د ښځو او نجونو پر وړاندې له خپل سخت دریځ یو ګام شاته شي، لا یې دې بندیزونو ته دوام ورکړی. هغه بندیزونه چې دوه کاله او څلور میاشتې کیږي، افغان ښځې او نجونې یې له بشپړې بدمرغۍ سره مخ کړې دي.