ښځې

افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې پروړاندې د ملګرو ملتونو پر چوپتیا د اعتراض‌کوونکو ښځو د غورځنګ نیوکه

د اعتراض‌کوونکو ښځو غورځنګ افغانستان کې د ښځو حقونو د فعالانو د نیولو او زنداني کېدو د دوام پروړاندې د ملګرو ملتونو پر چوپتیا سخته نیوکه کوي.

ژولیا پارسي او منیژې صدیقي ته نږدې سرچینې وايي، چې هغوی د طالبانو په زندانونو کې له ناوړه روغتیايي او رواني وضعیت سره مخ دي. په همدې حال کې د ښځو حقونو فعالانې له ملګرو ملتونو او نورو اړوندو بنسټونو غواړي، چې د طالبانو له زندانونو د ښځینه فعالانو د خوشي کېدو لپاره عملي او اغېزناک ګامونه پورته کړي.

په داسې حال کې چې د ندا پرواني، ژولیا پارسي، منیژه صدیقي او پریسا ازادې له زنداني کېدو څو میاشتې تېريږي، خو لا هم د هغوی برخلیک روښانه نه ده.

سرچینې آمو ټلویزیون ته وايي، چې د افغانستان د خودجوشه غورځنګ غړې ژولیا پارسي او منيژه صدیقي د طالبانو په زندانونو کې په یوه ناوړه جسمي او رواني وضعیت کې دي.

د افغانستان د مقدرو ښځو غورځنګ بنسټ اېښوودنکې مونسه مبارز وايي: «البته په دې کې کوم شک نشته چې د طالبانو د استخباراتو په زندان کې هېڅ ډول حقوقي او روغتیايي خدماتو ته لاس‌رسی نشته. د ډېرې شکنجې له امله ژولیا داسې وضعیت ته ورسېده چې اړتیا وه هغه روغتیا ته ولېږدوي.»

اوس د ښځو حقونو فعالانې وايي، چې نړۍ باید یوازې د دې وضعیت ننداره ونه‌کړي.

د ښځو حقونو فعاله تمنا زریاب پریاني وايي: «یوناما، داسې بنسټ چې افغانستان کې حضور لري او د دې لامل شوی چې طالبان هره اونۍ د بشردوستانه مرستو او د افغانانو په نوم میلیونونه ډالر ترلاسه کړي. له طالبانو د ملاتړ ترڅنګ یې کولای شوای لږترلږه د سیاسي زندانیانو د خوشي کېدو په برخه کې هم مثبت رول ولري. زه فکر کوم د دې وخت رارسېدلی، چې له شرمه ډکه چوپتیا نوره لیرې شي او د سیاسي زندانیانو د خوشي کېدو په برخه کې عملي ګامونه پورته شي. یوازې د اعلامیو خپرول بسنه نه کوي.»

ملګرو ملتونو بیا ویلي، چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته هغوی تر پنځوسو زیات داسې فرمانونه صادر کړي چې له مخې یې د ښځو ازادي تر اخیستل شوې او یا هم محدوده شوې ده.

طالبان نه دي حاضر شوي چې دغو اندېښنو ته په روښانه توګه ځواب ووايي.

په وروستي مورد کې تېره اونۍ پنجشنبه ورځ کابل کې رسنیزې فعالې حسنا سادات ځان د خپل کور له څلورم پوړ څخه لاندې راوغورځاوه او مړه شوه. هغه پېښه چې لا هم شکمنه ده. د ښځو حقونو فعالانې د دې غمیزې د جدي څېړنې غوښتنه کوي.