سوداګري

کابل ښاریان: د خوراکي او سون توکو بیې لوړې شوې دي

په کابل کې یو شمېر کورنۍ وايي چې د ژمي موسم په را رسېدو سره د هېواد په بازارونو کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې او دوی یې د پېرلو وس نه لري.

دغه کورنۍ وايي، د خوراکي توکو بيې په داسې حال کې لوړې شوې، چې په هېواد کې د کار کچه د پخوا په څېر کمه ده. دوی زیاتوي چې د کار د نشتوالي او د خوراکي او سون توکو د بيو د لوړوالي له امله به په سړې هوا کې له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

سخي محمد د دې کراچۍ په چلولو سره هڅه کوي چې د خپل ژوند اقتصادي څرخ هم په حرکت راولي. وايي، په دې کراچۍ سره کار کول یې د خپلې کورنۍ لپاره د ډوډۍ پیدا کولو یوازنۍ هیله ده.

۶۷ کلن سخي محمد د کانونو او پټرولیم وزارت مخکینی کارکوونکی و. خو واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته، له دندې ګوښه شو.

اوس په ​​دې کراچۍ زړې جامې پلوري ترڅو د خپلې اووه کسيزې کورنۍ لګښتونه پوره کړي.

هغه وايي: «څلور زره د کور کرایه ورکوم. ډېر داسې پېښيږي چې په تشه ګېډه ویده کېږم. اوس مې د ژمي لپاره لرګي او نور د اړتیا وړ توکي نه دي پېرلي.»

دا په داسې حال کې ده چې نن د هېواد په بازارونو کې د يو من لرګيو بيه ٩٦٠٠ افغانۍ او د يو من سکرو بيه ٨٨٠٠ افغانۍ ده. محمد سخي او په کابل کې يو شمېر کورنۍ وايي، چې د دغو سون‌توکو د پېرلو وس نه لري او اړ دی چې سږنی ژمی په سړه هوا کې تېر کړي.

د کابل اوسېدونکی محمد وايي: «د ورځې ۵۰ تر ۱۰۰ افغانۍ کار کوم. د خپلو اولادونو لپاره خوراکي توکي پرې اخلم، خو د لرګیو د پېرلو وس نه لرم.»

د کابل یو بل اوسېدونکی صمیم وايي: «سږ کال لرګي نه شم پېرلی. زه د سړک تر غاړې توکي پلورم او شپږ کسیزه کورنۍ لرم. نه شم کولای چې لګښتونه پوره کړم.»

د هېواد اوسېدونکي وايي، د خوراکي توکو بيې هم لوړې شوې او لومړني توکي نه شي پېرلي.

نن د هېواد په بازارونو کې د يوې پنځوس کيلويي بوجۍ اوړو بيه له ١٥٠٠ څخه تر ١٦٠٠ افغانيو، د ٢٤ کيلويي بورۍ وريجو بيه ٣٠٠٠ افغانۍ او د ١٦ لېتره غوړيو بيه ١٣٠٠ افغانۍ ده.

سږ کال د خوراکي او سون توکو بیې په داسې حال کې لوړې شوې دي، چې د خوړو نړیوال سازمان څو ځله خبرداری ورکړی، په افغانستان کې تر ۲۹ میلیونو زیات خلک پوره خوړو ته لاس‌رسی نه لري.