افغانستان

په ایران کې له زده کړو د افغان ماشومانو بې‌برخې کېدل

په ایران کې یو شمېر افغان کډوال وايي، چې ماشومان یې د کډوالۍ اسنادو نه لرلو له امله په دغه هېواد کې له زده کړو بې برخې دي.

د دوی په وینا، که څه هم دوی پخپله د استوګنې اسناد لري، خو بیا هم د ایران حکومت بې اسناده ماشومانو ته په ښوونځیو کې د شاملېدو اجازه نه ورکوي.
یو شمېر کډوال وايي د خپلو ماشومانو د راتلونکي په اړه ډېر اندېښمن دي.

په همدې حال کې په ایران کې د ماشومانو د حقونو یو شمېر مدافعین وايي، دوی د هغو افغان ماشومانو لپاره چې ښوونځيو ته له تګ بې برخې دي، د زده کړو ځای جوړ کړی، څو وکولی شي لیک او لوست زده کړي.

محمد زهیر په شپږ کلنۍ کې له خپلې کورنۍ سره ایران ته راغی. دی وايي، ښوونځي ته د تګ او درس ویلو هیله یې لرله.

خو اوس هغه اته کلن دی نه یوازې دا چې قانوني اسناد نه لري؛ بلکې نه دی توانېدلی چې په ایراني ښوونځیو کې نوم لیکنه وکړي.

په ایران کې یو افغان کډوال ماشوم محمد زهیر وايي: «دوه کاله کیږي په ایران کې یم. زه یې په ښوونځي کې وانه خیستم. مور مې له ما سره مرسته کوي چې لیک او لوست زده کړم. پلار مې کارګر دی.»

په افغانستان کې بې وزلۍ او تنګلاسۍ دغه شپږ کسيزه کورنۍ ايران ته راوړې ده.

د محمد زهیر مور وايي چې خاوند یې کارګر دی او له خپل کم عاید سره سره د دې لپاره چې ماشوم یې بې سواده پاتې نه شي. اړ شوی ښوونکی ورته وګوماري.

د محمد زهیر مور ثریا فرهادي وايي: «دوه کاله کیږي په ایران کې یو. له بده مرغه ډېره هڅه مو وکړه چې ماشومان مو په ښوونځي کې واخلي. خو بریالي نه شوو. میړه مې کارګر دی او اړ شو چې کورنی ښوونکی وګمارو. نه مې خوښیږي چې ماشومان مې بې سواده وي او هیله لرم چې په راتلونکي کې پرمختګ وکړي. دا چې و نه توانیدم چې خپل ماشومان په ښوونځي کې شامل کړم، ډېره ځورېږم.»

یوازې د زهیر کورنۍ نه ده چې په ایران کې له دې اندیښنې سره مخ ده.

محمد یونس چې درې کاله کېږي له خپل پلاره لېرې دی، له مور، نیا او نیکه سره ایران ته تللی.

نوموړی هم د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله له دوو کلونو راهیسې نه دی توانېدلی چې په ایراني ښوونځیو کې ځان شامل کړي.

محمد یونس وايي: «درې کاله کېږي چې ایران ته راغلی یم، په کور کې درس وایم. هر څه چې کوم ما نه اخلي چې لیک او لوست زده کړم.»

د محمد یونس مور د اوسیدو قانوني اسناد لري. خو د دې کورنۍ په وینا، د استوګنې د اسنادو د وېش ادارې یونس ته اسناد نه دي ورکړي، څو ښوونځي کې شامل شي.

د محمد يونس نيا جميله فاروقي وايي: «موږ څومره زیار وویست؛ زه بې سواده يم، نيکه يې بې سېواده دی، مور او پلار يې بې سېواده دي. اندېښمن یو چې لمسی مو بې سواده پاتې نه شي. هر څومره هڅه چې کوو، ایراني ښوونځي زموږ ماشومان نه اخلي. درې کاله کیږي په ایران کې یو. مور یې اسناد لري خو لمسیان مې اسناد نه لري او په ښوونځیو کې یې نه اخلي.»

په ایران کې یو شمېر افغان مدني فعالانو د هغو افغان کډوالو ماشومانو لپاره چې له زده کړو بې برخې دي یو ځای جوړ کړی څو دغه ماشومان په کې لیک او لوست زده کړي.

په ایران کې د ماشومانو د حقونو مدافع هدیه صاحبزاده وايي: «کله چې افغان کډوال ماشومان ایراني ښوونځیو ته ځي، د ښوونکو او زده کوونکو له سپکاوي سره مخ کېږي. دوی له افغان کډوالو ماشومانو په زیاته اندازه پيسې اخلي او دا کار د دې لامل شوی چې ډیری ماشومان له ښوونځي بې برخې کړي.»

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د شمېرو پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال تر جون پورې ۳.۴۳ میلیونه افغانان ایران ته کډوال شوي چې له دې جملې نږدې یو میلیون یې د ۲۰۲۱ کال له اګست میاشتې وروسته دغه هېواد ته تللي دي.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو وګړو او کډوالو چارو د ادارې د شمېرو پر بنسټ، د ۲۰۲۲ کال تر پایه لږ تر لږه ۷۰۰ زره افغانانو د ایران په ښوونیزو بنسټونو کې زده کړې کړې دي.