ښځې

د بشري حقونو د څار بنسټ: یو شمېر کډوالې افغان مېرمنې «ځورول» شوې دي

د بشري حقونو د څار سازمان وايي، افغان کډوال د پاکستان له خوا د پراخې ناوړه ګټې اخیستنې له امله له دې هېواده وځي.

د دغه سازمان د نوي راپور پر بنسټ، پاکستاني چارواکو د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې پراخې سرغړونې کړې او د افغانانو د کډوالۍ اسناد یې له منځه وړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو څانګې مرستیاله وايي، ښځې، نجونې، د بشري حقونو مدافعین، او د پخواني حکومت کارکوونکي به له ځورونې سره مخ شي.

بل خوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې اعلان کړی چې له پاکستانه د راستنو شویو کډوالو شمېر تر ۴۱۳ زرو ډېر دی.

له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري ایستلو د بهیر له پیله شاوخوا یوه میاشت تیریږي. هغه بهیر چې لا هم دوام لري.

د دې بهیر له پیل سره په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو هم هېواد ته د راستنېدو لاره غوره کړه. مخکې له دې چې د پاکستاني پولیسو له خوا ونیول شي.

اوس د بشري حقونو د څار سازمان راپور ورکړی چې افغان کډوال د پاکستاني چارواکو له خوا له پراخې ناوړې ګټې اخیستنې سره مخ دي او پاکستاني پولیس افغان کډوال په ډله ییزه توګه نیسي او مالونه یې ضبط کوي.

یاد سازمان ویلي چې په شړل شویو کډوالو کې داسې کسان هم شته چې په پاکستان کې زېږېدلي او هېڅکله یې افغانستان نه دی لیدلی.

د بشري حقونو د څار سازمان د راپور په یوه برخه کې ویل شوي، چې یو شمېر افغان مېرمنې او نجونې د پاکستاني پولیسو له خوا له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.

د بشري حقونو د څار بنسټ د ښځو څانګې مرستیاله هېډربار وايي: «د بشري حقونو د څار سازمان نن یو داسې راپور خپور کړو چې له پاکستانه افغانستان ته د افغانانو د شړلو په برخه کې د پاکستاني چارواکو له خوا ترسره شوي سرغړونې مستند کوي. موږ د پاکستاني چارواکو لخوا د ډله ایزو نیولو، د هویت اسنادو څیري کولو، د ملکیتونو او مالونو غصب، او همدارنګه، د افغان میرمنو او نجونو د جنسي ځورونې او دوی ته د پاکستاني چارواکو له خوا د جنسي تیري ګواښونه مستند کړي دي.»

د بشري حقونو د څار سازمان په خپل نوي راپور کې لیکلي دي چې ناوړه چلند د پاکستاني چارواکو د کار یوه برخه ده څو کډوال له پاکستانه ووځي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې پاکستاني پولیس د شپې له خوا کډوال نیسي او وهي ډبوي یې.

د بشري حقونو د څار سازمان اسیایي مسوول ایلین پیرسون وايي: «پاکستاني چارواکو د افغانانو لپاره اجباري چاپېریال جوړ کړی څو هغوی په خطرناکو شرایطو کې افغانستان ته ستنېدو ته اړ کړي.»

د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ ۹۲ سلنه کډوالو ویلي چې د پاکستاني پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې یې پاکستان پرېښود.

د بشري حقونو د څار سازمان له پاکستانه غوښتي چې سمدستي دې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند پای ته ورسوي او له خطر سره مخ افغانانو ته دې په هیواد کې د پاتې کیدو اجازه ورکړي.

له دې سره هم مهاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي چې د روان کال د سپټمبر له ۱۵مې د نومبر تر ۲۵مې پورې څه باندې ۴۱۳ زره کسان د تورخم، غلام خان، چمن او په بلوچستان کې د بادیني له لارې افغانستان ته راستانه شوي دي.

په دغه راپور کې ویل شوي چې ۹۱ سلنه راستانه شوي کډوال د پاکستاني پولیسو له وېرې افغانستان ته راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د راپور په یوه برخه کې ویل شوی: «په تېرو اوو ورځو کې د تورخم، غلام خان او چمن له پولو څه باندې ۳۹ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي. د شړل شویو شویو کډوالو شمیر ډیر دی، خو شمیر یې د هرې ورځې په تیریدو سره بدلون مومي.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار اداره وايي، پاکستاني چارواکي د هغو کډوالو ویزې نه تمدیدوي چې امریکا، بریتانیا او نورو هیوادونو ته د تګ انتظار باسي او په پاکستان کې ترې د اوسیدو ۸۵۰ ډالره اخلي.