افغانستان

په غزه کې د اوربند په لومړۍ ورځ د ۲۴ یرغمل شویو خوشي کېدل

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلي چې حماس ډلې، د جمعې په ورځ ۲۴ یرغمل شوي کسان خوشي کړل. ددغه سازمان په وینا، په دغو یرغمل شویو کې اسراییلي ښځې، ماشومان او د تایلندۍ کروندې کارګران شامل دي.

هغه تصویرونه چې د حماس پوځي څانګې خپاره کړي، ښځې او ماشومان پکې ښودل شوي چې له موټره پلي کېږي او د سره صلیب کارکوونکو ته سپارل کېږي.

دا په داسې دي چې د جمعې ورځ د اسراییلو او حماس ترمنځ له اوو اوونیو نښتو وروسته د اوربند لومړۍ ورځ وه.

دغه څلور ورځنی اوربند د قطر په منځګړیتوب ټینګ شوی دی.

حماس د جمعې په ورځ دیارلس اسراییلیان، لس ټایلنډیان او یو فلسطینی وګړی خوشی کړ. په بدل کې یې اسراییلو هم د ښځو او ماشومانو په ګډون ۳۹ تنه خوشي کړل.

ځینو سرچینو رویټرز ته ویلي چې د قطر او مصر په منځګړیتوب د ټایلنډي کارګرانو د خوشي کېدو په هکله جلا خبرې اترې شوې وې.