روغتیا

افغانستان کې د روغتیایي خدماتو د پیاوړتیا لپاره د اروپایي ټولنې ۱۰ میلیون یورو مرسته

اروپايي ټولنه وايي، په افغانستان کې یې د روغتیایي خدماتو سېسټم د پیاوړتیا او د ساري ناروغیو پر وړاندې د مبارزې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) له لارې ۱۰ میلیونه یورو (۷۵۰ میلیونه افغانۍ) ځانګړې کړي دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې مالي مرستې موخه د ساري ناروغیو پر وړاندې د چمتووالي او غبرګون د ستراتیژیو پیاوړتیا او د روغتیا او تغذیې بیړنیو حالاتو ته رسېدنه ده.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې بودجې په مرسته د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د ښه والي په موخه پیل شوي پروګرامونه به تر دوه میلیونو ډېر وګړي تر پوښښ لاندې راولي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافیره رافائلا اډویس وايي، دغه ټولنه د افغانستان له خلکو سره د خپلو مرستو د دوام لپاره ژمنه ده.

په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی لو دیپینګ وايي چې د دغه پروګرام پلي کېدل به د ساري ناروغیو د خپرېدو په کمولو کې مرسته وکړي.