سوداګري

د افغانیو په وړاندې د ډالرو د ارزښت له کمېدو سره سره د خوراکي توکو بیې نه دي ټیټې شوې

د هرات ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر ارزښت تاریخي ټیټې کچې ته رسېدلی، خو د خوراکي او سون توکو بیې نه دي راټيټې شوې.

دغه اوسېدونکي سوداګر او عمده پلورونکي په ګران پلورلو تورنوي او زیاتوي چې د ډالرو بیې د خوراکي توکو پر بیو اغېز نه دی کړی.

په هرات کې د طالبانو ښاروال په دې باور دی چې د افغانیو د ارزښت د راټیټیدو له امله د پلورونکو لپاره د نرخ ټاکلی نوملړ په پام کې نه دی نیول شوی.

عطاء الله امیني د هرات ولایت د پوهنې ریاست کارکوونکی دی او میاشتنۍ تنخوا یې تر ۷۰۰۰ افغانیو کمه ده.

هغه وايي، د کورنۍ شپږ غړي لري، خو په دې پيسو د خپل ژوند لګښتونه نه شي پوره کولای.

هغه ټینګار کوي چې په ژمي کې په ځانګړي ډول د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالی د دوی ستونزې زیاتوي.

د ساړه موسم په رانږدې کېدو سره، په هرات کې د خوراکي توکو بیې لوړې شوې دي.

د هرات يو شمېر اوسېدونکي وايي، چې د خوراکي توکو د بيو د لوړېدو ترڅنګ د سون توکو بيې هم لوړېږي او د خوراکي توکو او تېلو مافيا دغه توکي لکه څنګه چې یې زړه وغواړي پلوري.

دغه اوسېدونکي نيوکه کوي، چې که څه هم د ډالرو پر وړاندې د افغانيو ارزښت لوړ شوى، خو د توکو بيې نه دي راټيټې شوې.

په همدې حال کې، د خوراکي توکو یو شمېر پرچون پلورونکي عمده پلورونکي په لوړه بیه تورنوي.

په هرات کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي په دې باور دي چې د افغانیو د ارزښت د ټیټوالي له امله د بیو نوملړ پلورونکو ته نه دی وېشل شوی.

دا مهال، د افغانستان په بازارونو کې یو ډالر تر ۷۰ افغانیو کم تبادله کېږي او سوداګر د هېواد د اړتیا وړ ډېر توکي په ډالرو اخلي او د ډالرو د ارزښت په راټیټېدو سره سوداګرو ته د خوراکي توکو بیې هم ارزانه کېږي.