افغانستان

د خبریالانو لپاره د ډیموکراسۍ جایزه د افغانستان د خپلواکو رسنیو په استازیتوب آمو ته ورکړل شوه

د ډيموکراسۍ لپاره ملي بنسټ یا نډ د ۲۰۲۳ کال د خبریالانو لپاره د ډیموکراسۍ جایزه یې د افغانستان خپلواکو رسنیو ته ورکړه.

آمو ټلویزیون، د افغانستان د خپلواکو رسنیو په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه.

د آمو ټلویزیون د خبرونو ویانده نازیه هاشمیار وايي: «موږ افغان خبریالان نن د واقعیت د ساتونکو په توګه دلته ولاړ یو او ډاډ ورکوو چې په افغانستان کې د ډیموکراتیکو بنسټونو د رامنځته کولو او پياوړتیا لپاره د تېرو شلو کلونو هڅې پياوړې کړو.»

د ډیموکراسۍ لپاره د ملي بنسټ رییس او عامل مدیر ددې جایزې ورکړه هغو کسانو ته د درناوي یوه برخه ګڼي چې د بیان آزادۍ لپاره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې هڅه کوي.

د نید بنسټ رییس او عامل مدیر دیمون ویلسون وايي: «له دې امله نن شپه، موږ اسثتنایي مشرانو ته چې د عدالت، ډیموکراسۍ او آزادۍ د پرمخ بیولو په لومړۍ لیکه کې دي درناوی وکړو. موږ په ایران کې مېړني ولسي غورځنګ ته درناوی کوو او پر اساسي آزادۍ ټینګار کوو. خپلواکې رسنۍ تضمینوي چې طالبان افغانان نه شي منزوي کولای.»

په دغه ناسته کې په ملګروملتونو د امریکا سفیرې وویل چې په وروستیو ۱۷ کلونو کې په نړۍ کې اساسي آزادۍ په ځوړتیا دي.

افغان خبریالان هم ددې جایزې ترلاسه کول د افغانستان دخبریالانو لپاره یو لویه لاس ته راوړنه بولي او وايي چې دغې جایزې د ننه په افغانستان او جلاوطنۍ کې د خبریالانو ترمنځ واټن له منځه یووړ.

له دې سره سره، په داسې حال کې دا جایزه د افغانستان خپلواکو رسنیو ته ورکول کېږي چې د نی بنسټ د شمېرو له مخې؛ د طالبانو په بیا ځلې واکمنېدو سره، له ۵۳۰ فعالو رسنیو د ۷۱ ټلویزیوني چینلونو، ۱۴۷ راډیوګانو، ۳۶ ورځپاڼو او مجلو او همداراز لسو خبري آژانسونو او آنلاین رسنیو فعالیت درول شوی او اویا سلنه خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو چې ښځې هم پکې دي خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.