نړۍ

د روغتیا نړیوال سازمان: په هرو لسو دقیقو کې په غزه کې یو ماشوم وژل کېږي

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مدیر تدروس ادهانوم وویل چې په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم په غزې تړانګه کې وژل کېږي.

هغه همداراز خبرداری ورکړ چې په دې ښار کې «هېڅ ځای او هېڅوک خوندي نه دي.»

د روغتیا د نړیوال سازمان عمومي مدیر ګبریسوس وایي چې د غزې له ۳۶ روغتونونو نیمایي او د دې ښار له درېیو دوه برخې روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.

هغه د غزې روغتیايي سیستم «په ګونډو شوی» بللی او زیاته کړې یې ده؛ فعال روغتیايي مرکزونه هم له خپل ظرفیت څخه زیات خلکو ته روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

ګبریسوس وایي: «د روغتون دهلیزونه له ټپیانو، ناروغانو او د مړینې په حال کې وګړو ډک دي. سړې خونې له مړو ډکې دي، جراحي له بې هوښۍ پرته ترسره کېږي. لسګونه زره بې ځایه شویو په روغتونونو کې پناه اخیستې ده.» هغه زیاته کړه: «په منځني ډول په هرو لسو دقیقو کې یو ماشوم وژل کېږي.»

دا په داسې حال کې دي چې اسراییلو د حماس د اکتوبر د اوومې نېټې برید په غبرګون کې چې له امله یې ۱۴۰۰ اسراییلیان ووژل شول او څه د پاسه ۲۴۰ نور ددې ډلې له خوا ونیول شول، پر غزې یې برید وکړ.

اسراییلي ځواکونو غزې تړانګه کلابنده کړې او ژمنه یې کړې چې حماس به له منځه یوسي.