نړۍ

په نوي ډهلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر سره د امریکا د کورنیو او دفاع وزیرانو لیدنه

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، انتوني بلینکن، نن په نوي ډیلي کې د هند د بهرنیو چارو له وزیر، سوبرمنیم جی شنکر سره ولیدل. په دې لیدنه کې دواړو لورو د اسراييلو او حماس تر منځ د نښتو، لوېديځې اسيا، هند او ارام سمندر په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې وکړې.

ښاغلی بلینکن او د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین چې د پنجشنبې په ورځ دغه هیواد ته رسیدلي، ټاکل شوې چې د جی شنکر او د هند د دفاع وزیر راج نات سینګ سره د «۲+۲» په نوم خبرو اترو کې برخه واخلي.

بلینکن ویلي: «موږ د خپلو دفاعي همکارانو سره ډیر کار لرو. نو د همدې لپاره ډېر په تمه یوو. زما په اند دا د هند او آرام سمندر د راتلونکي لپاره پر سیمه باندې زموږ د متحده ایالاتو د قوي تمرکز بله نښه ده. په حقیقت کې راتلونکی همدا اوس دی. موږ هغه همدا اوس جوړوو او موږ یې له هند سره په ګډه جوړوو. نو دې همدې لپاره زه د ښو خبرو اترو په تمه یم.»

په همدې حتل کې، د هند د بهرنیو چارو وزیر ویلي: «موږ به نړیوالو او سیمه ایزو مسلو ته ځواب ووایو، او زه فکر کوم هغه څه چې په لویدیځې آسیا او منځني ختیځ کې روان دي، اوس مهال یوه لویه اندیښنه ده. زه د دې او نورو مسایلو په اړه له تاسو سره خبرو ته سترګې په لار یم.»

دغه امریکايي چارواکي به په جون میاشت کې واشنګټن ته د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي د سفر او په سپټمبر میاشت کې د G20 سرمشریزې لپاره نوي ډیلي ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د سفر په موصوعاتو خبرې وکړي.

له امریکا سره د هند اړیکې په څو برخو کې په پرله پسې توګه پیاوړې شوي او دغه هېواد له اسرائیلو سره نږدې ستراتیژیکې اړیکې لري.

خو نوي ډیلي له روسیې سره هم خپلې اوږدمهاله اړیکې ساتلي او په منځني ختیځ کې یې د تیلو او ګازو له تولیدونکو هېوادونو سره هم خپلې اقتصادي اړیکې ښې ساتلې دي.