په سومالیا کې سختو ورښتونو وروسته د سېلابونو په پایله کې لږترلږه ۲۹ تنه مړه او ۳۰۰ نور بېځایه شوي دي.
د دغه هېواد د طبیعي پېښو د مدیریت ملي ادارې د چهارشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دا په سومالیا کې په تېرو څو لسیزو کې تر ټولو ویجاړوونکي سېلابونه وو.
په وروستیو ورځو کې، د افریقا د ختیځ یو شمېر هېوادونه له سختو ورښتونو سره مخ وو چې یو شمېر ښارګوټي یې لاندې کړي دي. دا بارانونه په داسې حال کې شوي چې دغه سیمه په تېرو څلوېښتو کلونو کې له سختې وچکالۍ سره مخ وه.
د سومالیا چارواکي هم هڅه کوي هغه زرګونه تنه چې په سېلاب ځپلو سیمو کې بند پاتې دي امنو سیمو ته یې ولېږدوي.
ملګروملتونو هم اعلان کړی چې په لووق ښارګوټي کې لږترلږه ۲۴۰۰ تنه د جوبا سیند اوبو له زیاتېدو وروسته بې ځایه شوي دي.
له بلې خوا، د سومالیا په ګاونډ کینیا کې سېلابونو ۱۵ تنه مړه کړي دي.
په یوګاندا کې هم سېلابونو واټونه او یو پُل ویجاړ کړی دی.