افغانستان

سړې هوا او د سرپناه نشتوالي د هرات د زلزله ځپلو ستونزو لا زیاتې کړې

په هرات کې د وروستیو زلزلو یو شمېر زیانمن شوي کسان وايي چې د سړې هوا له امله یې ماشومان ناروغه شوي دي.

د دوی په وينا، له درېيو اوونيو وروسته لا هم لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسى نه لري او د کور، ډاکټر او روغتيايي مرکزونو نشتوالي دوى او ماشومان يې ناروغه کړي دي.

که څه هم په هرات کې له مرګونې زلزلې څه باندې درې اوونۍ تېرې شوې، خو د دغه ولايت د ځينو سيمو اوسېدونکي وايي چې لا هم لومړنيو اسانتياوو ته لاسرسى نه لري او د سړې هوا له امله يې ماشومان ناروغه شوي دي.

زلزلې زما ماشومان مړه نه کړل، خو ساړه به يې مړه کړي، دا د هرات ښار په ٣٠ کيلومترۍ کې د مریم کیسه ده.

مريم له خپلو ماشومانو سره په دې خيمه کې، چې له نازکو ټوټو څخه جوړه شوې ژوند کوي،

هغه وايي: «سړې هوا او د جامو او سرپناه نشتوالي مې ماشومان ناروغان کړي دي.»

د يو شمېر نورو زلزله ځپلو سيمو اوسېدونکي هم وايي، چې ډاکټرانو، د څښاک پاکو اوبو او روغتيايي مرکزونو ته نه لاسرسي يې ماشومان ناروغه کړي دي.

خدیجه هم وايي: «له کومې ورځې چې زلزله شوې وېرېدلي یو، ناروغه یمه ماشومان مې هم ناروغان شوي، حمله پرې راځي، داسې ځای نشته چې وې لېږدوم، دا مو کور او ژوند دی ستونزې مو زیاتې دي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د وروستیو زلزلو ۹۰ سلنه قربانیان ماشومان او ښځې دي.

په هرات کې په تېرو دوو اوونيو کې پرله پسې زلزلې د پراخې تباهۍ لامل شوې، چې په پايله کې يې ۳ زره ۳۳۰ کورونه ويجاړ شوي او تر ١٢زره زياتې کورنۍ زيانمنې شوې دي. د دغې زلزلې په پایله کې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه او تر ۲ زره ډېر ټپیان شوي دي.