نړۍ

د اسراییلو پوځ په ځمکنیو عملیاتو کې د پرمختګ خبر ورکړ؛ د غزې په سویل کې د بېځایه شویو شمېر په زیاتېدو دی

د اسرائیلو او حماس تر منځ د جګړې په ۲۳مه ورځ، د اسرائیلو پوځ وايي، د غزې په شمال کې ځمکني عملیات د پرمختګ حال کې دي.

په همدې حال کې د غزې په سویلي سیمو کې هم د بېځایه شویو کسانو شمېر مخ په زیاتېدو دی، هغه بې ځایه شوي چې د اوبو، خوراکي توکو او د اړتیا وړ خدماتو له نشتوالي سره لاس او ګریوان دي.

دا په داسې حال کې د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا په غزه کې د دغې جګړې د تلفاتو شمېر تر ۸۳۰۰ تنو ته رسېدلی دی.

د غزې د سویل په دغه پنډغالي کې د هرې ورځې په تېرېدو د بې ځایه شویو شمېر زیاتېږي، هغه کډوال چې د اوبو، خوړو او خدماتو له نشتوالي سره لاس و ګرېوان دي.

بې ځایه شوې فلسطینۍ مونتانا الجبري وايي: «موږ له مصر هیڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې. شل ورځې کیږي چې دلته په خیمه کې یو. موږ یوازې دوه کوپنونه ترلاسه کړي دي. دا څنګه په خیمه کې د شته کسانو لپاره بسنه کولی شي؟»

دلته ځینې روغتیایی کارکونکي له څو ورځو راهیسې کورونو ته نه دي تللي.

رضاکار کارکوونکی لویل السټل وايي: «زه د جګړې له پیل راهیسې کور ته نه یم تللی. زه همدلته حمام کوم، دلته خوب کوم او دلته خوراک کوم. زه په هیڅ صورت کور ته نه ځم.»

خو د اسرایلو پوځ وايي، په ورو ورو او د یوه ټاکلي پلان پر اساس ځمکني عملیات مخ ته وړي.

د اسرائیلو د پوځ ویاند دانیل هاګاري وايي: «په تېره یوه ورځ کې، په غزې تړانګه کې، موږ د ځواکونو فعالیتونه پراخ کړي او نور پلي او زغره‌وال ځواکونه، جنګي انجینريان او توپچې غزې ته ننوتي دي.»

د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، په غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۸۳۰۶ تنو ته رسېدلی چې له ډلې یې ۳۴۵۷ ماشومان دي. بل خوا په اسراییلو کې د تلفاتو شمېر ۱۴۰۰ تنه دی.