سوداګري

د کندهار انارو د پلور لپاره د مناسب بازار د نشتوالي له امله د کروندګرو اندېښنه

د کندهار يو شمېر کروندګر وايي، چې د دوی عمده عايد په دغه ولایت کې له انارو څخه دى، خو سږ کال يې د خپلو محصولاتو د پلور لپاره د مناسبو بازارونو د نشتوالي له امله کافي عايد نه درلود.

دغه کروندګر وايي، چې اوس په دغه ولايت کې د انارو د حاصلاتو د راټولولو موسم دى، خو د بازارونو نشتوالى د دې لامل شوی چې دوی له اقتصادي زيانونو سره مخ شي.

د کندهار انار نه یوازې په افغانستان کې بلکې په بهر کې هم ډېر مینه وال لري.

د دغو کندهاري کروندګرو اصلي عاید له همدې کار څخه دی او اوس یې د حاصلاتو فصل رارسېدلی دی.

کروندګر وايي، سږ کال د دوی محصولاتو چندان بازار نه درلود.

د کندهار ولایت لپاره د طالبانو د سوداګرۍ او پانګونې رئیس محمد صدیق مهمند وايي: «تر اوسه د کندهار ۳۳ زره ټنه انار پاکستان ته صادر شوي او په پام کې ده چې د کندهار انار هند ته هم صادر شي.»

د سپين بولدک د پولو تړل او په دغه لار ستونزې او ننګونې هغه لاملونه دي، چې د انارو پر بازار يې منفي اغېز کړى دى.

ویل کېږي، چې سږ کال په کندهار کې د انارو باغونه په ۱۵ زره هکتاره ځمکه کې وو او اټکل کېږي، چې حاصلات به یې ۲۸۸ زره ټنو ته ورسېږي.