افغانستان

ریچارډ بينيټ په بامیان کې پر ګرځندويانو د برید په اړه د څېړنې غوښتنه وکړه

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ریچارډ بینیټ پر بهرنيو ګرځندويانو او افغان ملکي وګړو وسله وال برید غندلی او د دې پېښې د څېړلو غوښتنه یې کړې ده.

هغه پر اېکس يوې لیکنې کې ویلي: «زه د بشري حقونو د نړیوالو معیارونو پر بنسټ د پلټنې او حساب ورکونې غوښتنه کوم.»

د جمعې د ورځې په برید کې د بهرنیو ګرځندويانو او افغان ملکي وګړو په ګډون اووه تنه ووژل شول چې څلور یې بهرني اتباع او درې ملکي وګړي دي.

تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.

طالبان ادعا کړې، چې په دغه وسله وال بريد کې يې اووه تنه د لاس لرلو په تور نيولي دي.