افغانستان سوداګري

طالبانو په پروان کې د«کرومایټ» کان دکيندلو پرانېسته وکړه

طالبانو د پروان ولایت په کوه صافي ولسوالۍ کې د «کرومایټ» د تاتار ډبرو کان دکيندلو پرانېسته وکړه.

د طالبانو تر ادارې لاندې د باختر آژانس د خبر له مخې، په دغه کان کې ٥٥٠ ميليونه افغانۍ پانګونه شوې او قرارداد د طالبانو له خوا يوه خصوصي شرکت ته ورکړل شوى دى.

په همدې حال کې د هېواد اوسېدونکو په کراتو د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د کانونو په ناقانونه کيندلو نیوکه کړې او وايي چې دغه کانونه د افغانستان ملي پانګه ده او باید د خلکو په ګټه ترې کار واخیستل شي.

بل خوا یو شمېر ښاریانو اندېښنه ښودلې، چې طالبان له خصوصي شرکتونو سره د شخصي اړیکو پر بنسټ د کانونو قراردادونه کوي.

په همدې حال کې د ایران د سوداګرۍ خونې مرستیال قدیر قیافه له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان قیمتي ډبرې په «قاچاق» او «غیر قانوني» ډول دغه هېواد ته وړل او پلورل کېږي.