سوداګري

د افغانستان ترانزیتي مالونه چې ترکیې ته لېږدول کېدل د تهران له لارې تېر شول

د ایران د ریل پټلۍ ادارې اعلان کړی چې د افغانستان سوداګریزې لارۍ چې ترکیې ته د رسیدو په موخه د تهران له لارې تیریږي د دغه هیواد په شمال لوېدیځ کې د رازي بندر په لور حرکت کړى دى.

د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې د افغانستان د اورګاډي د پراختیا شرکت دغه بار وړونکي لارۍ له قانوني مرحلو پرته، له پولې او ګمرکونو څخه د تېرېدو د جواز اخیستلو پرته او همدا راز له اورګاډي له ادارې څخه د اجازې اخیستلو پرته د شمتيغ پولې ته ولېږل. او بيا يې دا باروړنکي لارۍ په دې سرحد کې پرېښودلې.

د دغو راپورونو له مخې، په دغو بار وړونکو کې ۱۰ لارۍ شاملې دي او د ایران د اورګاډي ادارې ویلي چې د افغانستان د صادراتي توکو دوهم اورګاډی ترکیې ته د لېږدولو لپاره چمتو دی.

د ایران دولتي رسنیو لیکلي، چې د افغانستان د اورګاډي د پراختیا شرکت دغه بار وړونکي لارۍ له قانوني مرحلو پرته، له پولې او ګمرکونو څخه د تېرېدو د جواز اخیستلو پرته او همدا راز له اورګاډي له ادارې څخه د اجازې اخیستلو پرته د شمتيغ پولې ته ولېږل. او بيا يې دا باروړنکي لارۍ په دې پولې کې پرېښودلې.

ویل کیږي، چې له افغانستانه ترکیې ته د دغو سوداګریزو توکو يوه برخه د پنجشنبې په ورځ (غويي ١٣) د ایران په شمال لوېدیځ کې د رازي بندر ته رسېدلي دي.

د دغو راپورونو له مخې، د ایران د رېل ادارې ویلي چې د سرحدونو او ګمرکونو په ګډون د اړوندو چارواکو څخه د اړینو جوازونو له ترلاسه کولو وروسته به پاتې مالونه ترکيه ته ولیږدوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان سوداګریزمالونه چې غوښتل یې ترکیې ته ولېږدول شي، له څو اونیو راهیسې د ایران په شمتيغ پوله کې بند پاتې وو.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې تر دې مخکې ویلي وو چې د دغو افغان صادراتي توکو د اوږدمهاله بند پاتې کېدو لامل له دغه هېواده د تېرېدو لپاره د لازمو جوازونو نشتوالی و.