افغانستان

د هېواد په ۱۲ ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو  احتمال 

File-Photo

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سیلابونو د راوتلو د احتمال خبرداری ورکړی دی.

دغه وزارت وايي، د سالنګ په ګډون په تخار، بغلان، کونړ، کاپیسا، پروان، نورستان، میدان وردک، پنجشیر، سمنګان، غور او بامیان ولایتونو کې د سختو اورښتونو او سیلابونو وړاندوینه شوې ده.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په مختلفو سیمو کې د اورښت اندازه له ١٥ څخه تر ٣٥ ملي مترو پورې اټکل شوې ده.