افغانستان

د زابل نجونې زده‌کوونکې له شپږم ټولګي پورته زده کړو د دوام هیله لري

د زابل ولایت د مرکز په یوه برخه کې نجونو له کلونو راهیسې هیله لرله چې یوه ورځ د ښوونځي په ودانۍ کې زده کړه وکړي.

اوس یې دا هیله پوره شوې، خو لا هم په دې فکر کوي چې له شپږم ټولګي وروسته به د زده کړو د دوام اجازه ونه لري.

له همدې اوس څخه د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لري او وايي چې د زده کړو په نه شتون کې خپل راتلونکی تیاره ویني.

د زابل ولایت اوسېدونکي هم له طالبانو غواړي چې له نجونو د زده کړو فرصت نه اخلي او پرېږدي چې لوڼې یې د زده کړو او پرمختګ هسکو څوکو ته ورسېږي.

دا په زابل ولایت کې د ملالۍ په نوم د نجونو ښوونځی دی چې په یوه وخت د ۴۰۰ نجونو د زده کړې ظرفیت لري، دا ښوونځی د ملګروملتونو په مرسته د درې سوه زره ډالرو په لګښت جوړ شوی دی.

د زابل ولایت د پوهنې رییس که څه هم له شپږم ټولګي پورته نجونو د زده کړو په اړه څه نه وايي خو ټینګار کوي چې ددغه ولایت په ښوونځیو کې د نجونو او هلکانو د زده کړو لپاره د ودانیو نشتوالی یوه جدي ستونزه ده او اوسمهال د ۱۱۵ ښوونځیو زده کوونکي د ودانیو د نشتوالي له امله په پرانیستې فضا کې په زده کړو بوخت دي.

نړیوالې ټولنې او افغانانو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې د افغان ښځو او نجونو د زده کړو مخه ونه نیسي، خو لیدل کېږي چې په دې موده کې طالبانو دغو غوښتنو ته روښانه ځواب نه دی ورکړی او لا هم د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په اړه څه نه دي ویل شوي.