سوداګري

په کابل کې د کرنیزو محصولاتو نهه‌ویشتم نندارتون پرانیستل شو

تصویر از آرشیف

د افغانستان د کرنیزو او بڼونو د حاصلاتو نهه ویشتم نندارتون د کابل په بادام باغ کې پرانیستل شو.

د ښځو په ګډون کروندګرو، سوداګرو او صنعت کارانو په سلګونه غرفو کې خپل محصولات نندارې ته اېښي دي.

ملاعبدالغني برادر د دغه نندارتون په پرانیستونکو مراسمو کې وايي د هېواد ۶۵ سلنه وګړي په کرنیزو چارو بوخت دي خو تراوسه د اوبو لګولو له زاړه سیستم څخه کار اخلي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال د کرنې پر میکانیزه کېدو ټینګار کوي.

اخوا، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي چې د اوبو د مدیریت او وچکالۍ د کمولو لپاره، په بېلابېلو وزارتونو کې د طالبانو چارواکو ته دنده سپارل شوې چې ۱۴۰ کوچني بندونه او کانالونه جوړ کړي.

عبدالسلام حنفي د کار رامنځته کول د کرنې او مالدارۍ برخې له غوره مدیریت سره تړي.

د کرنیزو محصولاتو نندارتون د څلورو ورځو لپاره د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی او په دې نندارتون کې ښځو هم په لسګونه غرفو کې خپل محصولات نندارې ته اېښي دي.

په دې نندارتون کې ۲۶۴ غرفې اېښودل شوې چې ۵۶ یې د مېرمنو دي.

دا څلور ورځنی نندارتون دی چې د مخکیني حکومت پرمهال هر کال د هېواد د کرنیزو محصولاتو د ودې په موخه جوړېده.