نړۍ

د «پاور بال» بخت آزموینې ټکټ پلورونکي ته د یو میلیون ډالري انعام ورکول

د متحده ایالاتو د کلفورنیا ایالت د یوه پلورنځي خاوندان چې د «پاور بال» د بخت آزمویلو ۱،۷۷ میلیارد ډالري لویې جایزې ټکټ یې پلورلی و، یو میلیون ډالر انعام یې ترلاسه کړ.

ددغه پلورنځي یوه خاوند ویلي چې غواړي له دغو پیسو خپله ونډه د خپلو بچیانو پر زده کړو ولګوي.

د میدوې پلورنځي یو خاوند اندي وايي: «زه به څه کار وکړم؟ ومې ویل یوازې نیمایي پيسې اخلم، نیمې نورې مې ورور ته رسېږي. غواړم ډاډمن شم چې بچیان مې د پوهنتون لپاره کافي پیسې لري.»

د کلفورنیا یوه اوسېدونکي د چهارشنبې په ورځ د بخت آزموینې یو میلیارد او ۷۰۰ میلیون او ۶۵ زره ډالره جایزه ترلاسه کړه.

تراوسه ددغه غوره چانس لروونکي کس هویت نه دی په ډاګه شوی. ګټونکی کس کولای شي ۷۷۴،۱ میلیون ډالر همدا اوس واخلي یا ټولې ګټل شوې پیسې په دېرشو کلونو کې ترلاسه کړي.