افغانستان

اروپایي پارلمان د یو پرېکړه لیک په صادرولو سره افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو زیاتېدل وغندل

Stockshots of the European Parliament – Flags in front of EP building in Strasbourg

اروپایي پارلمان د پنشجبنې په ورځ افغانستان کې د بشري حقونو د نازک وضعیت په اړه پرېګړه لیک صادر او په هېواد کې یې له بشري حقونو سختې سرغړونې په کلکه وغندلې.

د اروپايي ټولنې پارلمان له طالبانو غوښتي چې پر ښځو بندیزونه لیرې کړي او د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي.

اروپایي پارلمان په خبرپاڼه کې ټینګار کړی چې کله افغانستان کې طالبانو واک ترلاسه کړی، په پرلپسې ډول یې بشري حقونه نقض کړي. په خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو له بشري حقونو سرغړونې زیاتې کړي دي.

اروپایي پارلمان ویلي چې له بشري حقونو په دې سرغړونو کې د ښځو او نجونو ځپل، د جنسیتي اپارتاید پالیسۍ عملي کول او د مدني او بشري حقونو مدافع بنسټونو په نښه کول شامل دي.

د اروپایي پارلمان غړو له طالبانو غوښتي چې د تېر حکومت چارواکو او د ملي امنیت ځواکونو پر وړاندې دې د عمومې بخښنې پر بنسټ دې خپلو ژمنو ته پابند اوسي.

د اروپایي پارلمان خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د تېر حکومت کارکوونکي دا مهال د خپلسري نیولو، ناقانونه وژنو، په زور ورکېدلو او شکنجه کولو له خطر سره مخ دي.

دغه پریکړه لیک کې د ښځو او نجونو پر حقونو د سختو محدودیتونو د لغوه کیدو او همدارنګه د نړیوالې ټولنې پر وړاندې د افغانستان د ژمنو په اړه د طالبانو د یو کېدو غوښتنه شوې ده.

د اروپا پارلمان د طالبانو له خوا د عیسویانو او نورو مذهبي لږکیو «وحشیانه ځورونه او تعذیب» له افغانستانه د دغو لږکیو د له منځه وړلو په برخه کې د طالبانو د کمپاین په توګه په کلکه غندلی.

د اروپايي پارلمان غړو همدارنګه د اروپايي ټولنې له هېوادونو غوښتي چې د افغانستان له مدني ټولنې خپل ملاتړ زیات کړي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې مرستو کې باید د مرستندویه پروګرامونو تمویل او همدارنګه د بشري حقونو د مدافعینو لپاره ځانګړی خوندیتوب شامل وي.

اروپایي پارلمان دغه پریکړه لیک په ۵۱۹ موافقو، ۱۵ مخالفو او ۱۸ غیر حاضرو رایو سره تصویب کړ.