سوداګري

په تېرو شپږو میاشتو کې له ایرانه هېواد ته د ۳۵ زره ټنه کرنیزو توکو واردېدل

File Photo.

ایران د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د دوغارون له لارې افغانستان ته ۳۵ زره ټنه کرنیز محصولات لېږلي دي.

خو ايراني رسنيو د ايران د جهاد او کرنې رييس له قوله ليکلي، چې په دې موده کې ايران ته د افغانستان صادرات تر پنځه زره ټنو کم وو. یعنې له دېرش زره ټنو ډېر واټن ښیي.

د ايران د جهاد او کرنې رييس ویلي چې د افغانستان زياتره مالونه د ټرانزیت په ډول د ايران له لارې عراق، متحده عربي اماراتو او ترکيې ته لېږدول کېږي.

له دې سره هم مهاله د ایران په خراسان رضوي ولایت کې د بهرنیو چارو وزارت د استازولۍ مشر ویلي، د دوغارون بندر د ایران او افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا لپاره کلیدي بلل کېدی شي.