سوداګري

طالبانو لس زره ټنه وسپنیز تولیدات د ټیټ کیفیت له امله ایران ته وروګرځول

د طالبانو د ستندرد ملي ادارې اعلان کړی چې د لومړي ځل لپاره لس زره ټنه وسپنیز توکي چې له ایرانه وارد شوي وو د ټیټو معیارونو له امله یې مسترد کړي دي.

نوموړې ادارې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په دغو توکو کې ګاډر، اګلارن او نور وسپنیز محصولات دي چې د اسلام کلا له بندره بېرته ورګرځول شوي دي.

د طالبانو د ستندرد ملي اداره وايي چې دا پرېکړه د ودانیز سکټور د معیاري کولو په موخه شوې ده.

له دې مخکې هم طالبانو په ځلونو په اسلام کلا، ۲۸ میل، حیرتان او آقینې بندرونو کې د تېلو ټانکرونو د بېرته ګرځولو خبرونه ورکړي وو خو ایران او ازبکستان افغانستان ته د ټیټ کیفیته تېلو واردات رد کړي دي.

له بلې خوا، په خراسان رضوي ولایت ځايي چارواکي وایي چې افغانستان ته د دوغارون بندر له لارې د ایرانیو توکو صادرات پنځه سلنه زیات شوي دي.

د دغه ولایت د تایباد سیمې د شمېرو له مخې، د روان هجري لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، څه د پاسه ۶۴۳ زره ټنه بېلابېل توکي افغانستان ته صادر شوي چې د تېر کال د ورته مهال په پرتله د پنځه سلنې زیاتوالي ښودنه کوي.

د ایران له خراسان رضوي ولایت څخه تر ډېره تېل، ګاز، ودانیز او خوراکي توکي افغانستان ته وارېږي.