نړۍ

د امریکا د پوځ لوی درستیز خپل کار پای ته ورساوه

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دغه هېواد د پوځ له لوی درستیز مارک میلي سره مخه‌ښه وکړه او د واشنګټن لپاره یې د نوموړي د خدماتو ستاینه کړې ده.

بایډن چې واشنګټن ته نږدې یې د مایر ـ هندرسون ګډې اډې په تالار کې د مخه ښې په مراسمو کې خبرې کولې وویل: «مارک، ستاسو ګډون لپاره ډېر ارزښتمن و او درسره ژمنه کوم او فکر کوم چې د دفاع وزیر استین لپاره هم ارزښمن و.»

بایډن زیاته کړه: «زموږ پوځ ل ه جنرال سي کیو براون، چارلز کیو براون جونیور سره د پوځ د څلرویشتم لوی درستیز په توګه لاپیاوړی کېږي، ورته مبارکي وايم، پخوانی ملګریه.»

میلي د امریکا د پوځ د لوی درستیز چوکۍ د هوايي ځواک مشر او یوه لوړپوړي تور پوستي افسر جنرال چارلز کیو براون ته وسپارله.

مارک میلي وویل: «موږ په پوځ کې ځانګړي یوو، موږ له یوه هېواد، قبیلې یا دین سره لوړه نه کوو، موږ له کومې پاچاهۍ یا ملکې سره لوړه نه کوو، له یوه ظالم یا دیکتاتور سره لوړه نه کوو او له هغه چا سره چې غواړي دیکتاتور وي، لوړه نه کوو.»

میلي زیاته کړه: «موږ له کوم کس سره لوړه نه کوو، موږ له اساسي قانون سره لوړه کوه، له داسې نظریې سره چې په هغې کې امریکا ده او چمتو یو د ساتنې لپاره یې ومرو، لوړه کوو.»

مارک میلي د داعش د قوماندان ابوبکر البغدادي د وژلو او د روسیې د تېري په وړاندې د دفاع لپاره له اوکراین سره د مرستې په شان بریاوې لرلې دي.

له افغانستانه له ګډوډۍ ډک وتل هم د مارک میلي د دندې پرمهال ترسره شول.