نړۍ

د قره‌باغ په چاودنه کې د مړو شمېر شلو او د ټپیانو ۲۹۰ تنو ته ورسېد

د ارمنستان ځایي چارواکو اعلان کړی چې د آذربایجان د غرني قره‌باغ سیمې د سون توکو په یوه زېرمتون کې د دوشنبې ورځې په چاودنه کې لږترلږه شل تنه ووژل شول.

د دوی په وینا ۲۹۰ تنه نور روغتون ته لېږدول شوي چې د لسګونو تنو وضعیت نازک ښودل شوی دی.

په خپرو شویو تصویرونو کې ښودل شوي چې پوځیانو له لسګونه ناروغانو سره چې سوځېدلې مرسته کوي.

له بلې خوا، د آذربایجان چارواکو ویلي چې ددغه هېواد په قره باغ سیمه کې د سون توکو په زېرمتون کې د چاودنې له امله لږترلږه ۲۰۰ تنه ټپيان شوي دي.

ګارډین د سه شنبې د سپتمبر په ۲۶ راپور ورکړ چې دا چاودنه د قره باغ پر ستپانکرت سړک د سون توکو په یوه زېرمتون کې د خلکو د راټولېدو پرمهال شوې ده.

د غرني قره باغ د بشري حقونو څارونکي ګغام ستپانیان پر ایکس ټولنیزه شبکه ددې پېښې د یو شمېر ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودلی دی.

د معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه چې د قره باغ ارمنيان د سیمې پرېښودلو په موخه د خپلو موټرو لپاره د تېلو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

تراوسه ددې چاودنې د رامنځته کېدو لامل نه دی روښانه شوی.

دا په داسې حال کې دي چې له قره باغ سیمې د ارمنیانو د وتلو بهیر تېره ورځ پیل شوی دی.