ورزش

د تکواندو افغان لوبغاړي محسن رضايي د چین په آسیايي لوبو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ

د افغانستان د تکواندو لوبغاړي محسن رضایي د دوشنبې په ورځ د آسیايي سیالیو په چوکاټ کې د تاجکستان، جاپان، قزاقستان او سویلي کوریا د لوبغاړو په وړاندې د لوبې ډګر ته ولاړ.

دغه افغان لوبغاړي په ۵۸ کیلوګرامه وزن کې خپلو تاجکستاني، جاپاني او قزاقستاني سیالانو ته ماته ورکړه، خو له سویلي کوریا څخه یې ماته وخوړه.

ښاغلي رضايي په دغو سیالیو کې د برونزو مډال ترلاسه کړ.

رضايي وایي چې په څلورمه سیالۍ کې یې لاس ګوته ماته وه ونه توانېده چې ښه فعالیت وکړ.

د رضايي مډال د هانګژو په آسیايي سیالیو کې د افغان لوبغاړو لومړنی مډال دی.

له بلې خوا، بل افغان لوبغاړی بېژن صدرزاده سبا د خپل تاجکستاني سیال په وړاندې د لوبې ډګر ته ځي.