نړۍ

د ارمنستان لومړی وزیر: باکو نیت لري په قره‌باغ کې قومي تصفیه وکړي

قره‌باغ مېشتي ارمنيانو چې څو ورځې مخکې د آذربایجان پوځ ته تسلیم شول، ویلي چې له دې ځایه به ارمنستان ته ولاړ شي.

د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان هم د یکشنبې په ورځ وویل، چې دا هېواد د ټولو هغو ارمنیانو منلو ته چمتو دی چې غواړي دا سیمه پرېږدي.
پاشینیان همداراز باکو تورن کړی، چې غواړي قره‌باغ کې قومي تصفیه وکړي.

د ارمنستان لومړی وزیر نیکول پاشینیان وايي: «په غرني قره‌باغ کې ارمني وګړي همداراز د قومي تصفیې له ګواښ سره مخ دي. په وروستیو ورځو کې قره‌باغ ته بشردوستانه مرستې رسېدلې دي، خو دا وضعیت نه بدلوي او ترڅو چې په خپلو کورونو کې د غرني قره‌باغ د ارمنیانو لپاره د ژوندانه رښتیني شرایط او له قومي تصفیې د خوندیتوب لپاره اغېزناکه کړنلاره رامنځته نه شي، دا احتمال شته چې د غرني قره‌باغ ارمني اوسېدونکي د خپل کور او سیمې پرېښودل د ژوند د دوام لپاره یوازینۍ لار وګڼي.»

په قره‌باغ کې کابو ۱۲۰ زره ارمني وګړي ژوند کوي، چې د ارمنستان په وینا د نسل وژنې له ګواښ سره مخ دي. خو اذربایجان د ارمنستان دا ادعا رد کړې او ویلي یې دي، چې د دې سیمې له ارمنیانو سره به د هېواد د نورو وګړو په شان چلند وشي.

د آذربایجان د بهرنیو چارو وزیر جیحون عزیز اوغلو بایراموف وايي: «اوس‌مهال ټولې هڅې د ځايي ملکیانو د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره کېږي. په دې تړاو، زه نه غواړم بیاځلي ووایم چې آذربایجان ژمن دی ترڅو د آذربایجان د قره‌باغ سیمې ارمني اوسېدونکي د نورو وګړو په شان سره یو ځای کړي.»

په دې لړ کې ویل کېږي، که د قره‌باغ ارمنیان ارمنستان ته ولاړ شي د سویلي قفقاز سیمې دا کوچنی هېواد ښايي له بشردوستانه ناورین سره مخ شي.

قره‌باغ چې له نړیوال پلوه د آذربایجان د خاورې اړوند ګڼل کېږي، په تېرو څو لسیزو کې د باکو له ادارې بهر و. د آذربایجان پوځ تېره ورځ په یوه ورځني عملیاتو کې دا سیمه تر خپل کنټرول لاندې راوسته.