افغانستان

په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر اړتیا د نړۍ د یو شمېر هېوادونو د مشرانو ټینګار

نیویارک، د ملګروملتونو عمومي اسمبله؛ د افغانستان غږ د دوهم کال لپاره په دې لویه غونډه کې چوپ دی او سږ کال د افغانستان په استازیتوب هېڅ استازی پکې برخه نه لري، خو افغانستان لا هم د بحث او اندېښنو چورلیز دی.

د عمومي اسمبلې په پیل کې، د ملګروملتونو سرمنشي افغانستان د نړۍ د ناورینونو بېلګه ګڼي.

انتونیو ګوتریش وايي: «اویا سلنه افغانان په جدي توګه بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د ښځو او نجونو بشري حقونو ته بې پامي کېږي.»

د یو شمېر هېوادونو مشران دلته په افغانستان کې د ټولګډون دولت پر جوړېدو ټینګار کوي؛ د ایران او ترکیې د ولسمشرانو په شان چې وايي، افغانستان سختې ورځې تېروي او د ټولګډونه دولت جوړېدل به د نړۍ له مثبت غبرګون سره مخ شي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي: «په ټولګډونه دولت د موقت حکومت بدلول چې په هغې کې د ټولنې ټولې پرګنې په منصفانه توګه استازیتوب ولري، د افغانستان لپاره به لاره هواره کړي او په نړیوال ډګر کې به له مثبت هرکلي سره مخ شي.»

د ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسي وايي: «ایران د دغه هېواد د ټولګډونه دولت او د ټولو لوریو، قومونو او مذهبونو د حقونو پر رعایتولو ټینګار لري. په عین حال کې له دې هېواده بهر پناه غوښتونکو ناورین ته په تېره بیا په ایران کې د رسېدنې لپاره بیړني نړیوال اقدام ته اړتیا ده.»

د قطر امیر چې ظاهرا له طالبانو سره نږدې اړیکې لري، په افغانستان کې د ښځو د زده کړو او کار پر اړتیا، د بشري حقونو او لږکیو د حقونو پر خوندیتوب او همداراز د بشري مرستو پر دوام ټینګار کوي.

د قطر امیر تمیم بن حمد آل‌ثاني وايي: «د افغانستان د وضعیت په اړه، موږ د نړیوالو هڅو همغږۍ او له ملګروملتونو او اړوندو هېوادونو سره د خبرو آسانتیا ته دوام ورکوو. د افغانستان پر موقت دولت سربېره، د دوحې پر هوکړې د درېدو په اړه د ډاډمنتیا، د تېرو تېروتنو د تکرار د مخینوي او په یوه انساني ناورین د افغانستان د بدلېدو او د ترهګرو په امن پټنځای د بدلېدو د مخنیوي لپاره.»

د ازبکستان ولسمشر د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې خبرداری ورکړ چې له اوسنیو ستونزو سره د افغانستان یوازې پرېښودل به یوه لویه تېروتنه وي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایوف وايي: «د افغانستان بدلونونه په مستقیم ډول پر نړیوال امنیت اغېز لري، دا هېواد له نوي وضعیت سره مخ دی او د افغانستان مسلې د حل لپاره ځانګړې تګلارې ته اړتیا ده. له خپلو ستونزو سره د افغانستان یوازې پرېښودل به لویه تېروتنه وي. بې پامي، انزوا او د بندیزونو لګول یوازې هغه ستونزې زیاتوي چې د افغانستان عادي وګړي ورسره مخ دي.»

بشري ناورین ته پاملرنه او د افغانستان له خلکو سره مرسته د ملګروملتونو په عمومي اسمبله کې د ځینو هېوادونو د مشرانو د ویناوو مهم ټکي وو.