نړۍ

له مدیترانې سمندر څخه د ۴۷۱ کډوالو ژغورل

مرستندویه ډلو د شنبې په ورځ کابو ۴۷۱ کډوال له مدیترانې سمندر څخه وژغورل.

بې پولې ډاکترانو په ایکس ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په ژغورل شویو کسانو ۲۰۵ ماشومان هم دي.

دغو ډاکترانو د ایټالیا له ساحلي ځواکونو سره کډوالو ته د روغتیايي مرستو په رسولو کې مرسته وکړه.

دا په داسې حال کې دي چې تازه ایټالیا ته د مدیترانې سمندر له لارې د کډوالو ورتګ زیات شوی دی.

د روان کال له پیل راهیسې ۱۲۶ کډوالو د ایټالیا سواحلو ته ځانونه رسولي چې دا د تېر کال په پرتله د دوه برابره زیاتوالي ښودنه کوي.

له بلې خوا، د اروپايي کمېسیون رییسې اورسولافون درلاین د یکشنبې په ورځ لامپدوزا سیمې د لیدنې پرمهال وویل چې اروپايي چارواکي به تصمیم ونیسي چې کومو کسانو ته اروپا ته د ورتلو اجازه ورکړي.