نړۍ

د مهسا د مړینې په لومړي تلین کې د هغه د پلار نیول کېدل

د کردستان د بشري حقونو شبکې ویلي چې د ایران امنیتي ځواکونو د شنبې په ورځ د مهسا امیني پلار امجد امیني نیولی او د هغه د لور د مړینې د تلین د لمانځلو په اړه له خبرداري وروسته یې خوشی کړ.

ددې شبکې په وینا، د ایران امنیتي ځواکونو امجد امیني له ګواښلو وروسته خپل کور ته ستون کړی دی.

ایرانیو رسنیو د دغه هېواد د چارواکو له قوله دا خبر رد کړی دی.

مهسا امیني د تېر کال د سپتمبر په شپاړسمه د هغه څه له امله چې د حجاب نه مراعات کول بلل شوي د ایران د ګشت ارشاد پولیسو له خوا ونیول شوه او ویل کېږي چې د دغو پولیسو د شکنجې په پایله کې مړه شوه.

اوس د ایران ګڼ شمېر خلک د هغه څه په وړاندې چې د دې هېواد د دولت له خوا د جبري حجاب د قوانینو اعمالول یې بللي، مقاومت کوي او د حجاب له اغوستو ډډه کوي.

د ایران پولیسو په تېر یوه کال کې ټینګار کړی چې د څارنې لپاره په عمومي ځایونو کې کېمرې لګوي ترڅو هغه مېرمنې چې حجاب نه مراعاتوي په ګوته او سزا ورکړي.

له بلې خوا، ګڼ شمېر ایرانیان چې له دې هېواده بهر ژوند کوي د مهسا امیني د مړینې په لومړي تلین په بروکسل کې لاریون وکړ او د ایران حکومت د پرځېدو غوښتنه یې وکړه.

یوه معترضه مېرمن آزاده عالمي وايي: «موږ نن دلته راغلې یو ترڅو په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو کې د ایران د خلکو د پاڅون یادونه وکړو او ووایو چې نافرماني د آخوندانو رژيم د پرځولو لپاره د خلکو لېوالتیا نه ده درېدلې او دوام لري.»

د مهسا له مړینې وروسته څو میاشتې په ټول ایران کې لاریونونو او ناکراریو دوام وکړ.

د ایران امنیتي ځواکونو خلک وځپل چې په پایله کې یې د ۷۱ تنو له اتلس کلنۍ کم عمره کسانو په ګډون څه د پاسه ۵۰۰ تنه ووژل شول.

اوس مهسا امیني د ایران د خلکو په تېره بیا په کُرد میشتو سیمو کې د مقاومت په سمبول بدله شوې ده. د ایران خلک په هره ناسته او راټولېدنه کې د ښځه، ژوند او آزادي په شعار سره د ایران دولت پر سیاستونو اعتراض کوي.