د آمو حوزه

د منځنۍ آسیا د اوبو پر بهیر د قوش تیپې کانال د جوړولو د اغېز په اړه د ازبکستان د ولسمشر خبرداری

د ازبکستان ولسمشر د طالبانو له خوا د قوش تیپې کانال د جوړولو په اړه خبرداری ورکړی او وايي چې دا کار کولای شي په منځنۍ آسیا کې د اوبو رژیم او تعادل په اساسي توګه بدل کړي.

شوکت میرضیایف چې تېره ورځ یې په دوشنبې ښار کې د منځنۍ آسیا هېوادونو د مشرانو په پنځمه ناسته کې خبرې کولې وویل، په اصل کې یو نوی مصرفوونکی راڅرګند شوی چې «زموږ له هېوادونو سره هېڅ ژمنتیا نه لري.»

د ازبکستان ولسمشر د منځنۍ آسیا هېوادونو ته وړاندیز وکړ چې د قوش تیپې د اوبو کانال په هکله د رامنځته شوې ستونزې اړوند ګډه کمیټه جوړه شي.

هغه ټینګار وکړ: «د قوش تیپې کانال د جوړولو او د آمو سیند د اوبو پر بهیر یې د اغېز د ټولو اړخونو د څېړلو لپاره د ګډې ډلې جوړېدل اړین ګڼم.»

د ازبکستان ولسمشر د خپلو خبرو په دوام وړاندیز وکړ چې د اوبو سرچینو د ګډې استفادې په هکله په سیمه‌ییزو خبرواترو کې د طالبانو د ګډون موضوع دې په پام کې ونیول شي.

ازبکستان له طالبانو سره نسبتا نږدې اړیکې لري.

د شوکت میرضیایف ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف څو ځله افغانستان ته سفر کړی او له طالب چارواکو سره یې د بېلابېلو مسایلو او قوش تيپې کانال اړوند مسایلو په اړه خبرې اترې کړې دي.

میرضیایف له طالبانو سره د خپل هېواد د تعامل موخه د سرحدي شخړو مخنیوی بللی دی.

د منځنۍ آسیا هېوادونو په پنځمه ناسته کې پر شوکت میرضیایف سربېره، د تاجکستان، قزاقستان، قرغزستان او ترکمنستان ولسمشرانو ګډون کړی و.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان د جمعې په ورځ د منځنۍ آسیا هېوادونو په پنځمه ناسته کې په تېرو پنځو کلونو کې د سولې او تلپاتې پرمختګ لپاره د سیمې د ژمنو خبره وکړه او وې ویل احساس کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیتونه زیات شوي دي.