طالبانو په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې، د بدخشان لپاره د دوی والي، د یوه پلاوي سره تاجکستان ته سفر کړی او هلته یې د تاجکستان د بدخشان له والي مختار سره ليدلي دي.
د طالبانو د سرحدي ځواکونو ویاند، عابدالله فاروقي، په يوه ويډيويي پیغام کې ویلي چې په دې لیدنه کې د «سرحدي همکاریو پراختیا او د متقابل باور فضا رامنځته کول» د خبرو مهم ټکي دي.
نوموړي زياته کړې چې دا سفر «رسمي» و او د طالب پلاوي په ترکیب کې د سرحدي پولیسو مرستیال قوماندان عبدالمنان حسن، هم شامل و.
د فاروقي په وينا، د طالبانو پلاوي د سفر پر مهال د تاجکستان له نورو امنیتي او سرحدي چارواکو سره هم لیدنې کړي دي.
تر اوسه د تاجکستان چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.
د بدخشان ولایت لپاره د طالبانو رهبري داسې مهال تاجکستان ته سفر کړی، چې تېره اونۍ د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت او امنیتي برخې چارواکو یو لوړ پوړي پلاوی کابل ته سفر کړی وو.
کابل ته د تاجکستان پلاوي سفر په مهال د طالبانو د بهرنیو چارو، دفاع وزارت، د استخباراتو ریاست او دغه راز د طالبانو له رییس الوزرا سره د هغوی د لیدنو خبرونه ورکړل شوي و.
