په تاجکستان کې د افغانستان سفارت لخوا د ناکامورا د انسان دوستانه او تاریخي خدمتونو یادونه وشوه.
په دې غونډه کې ګډونوالو وویل ناکامورا هغه شخصیت وو چې د اخلاص، هڅې او د افغانستان خلکو سره د مینې له مخې یې زرګونه هکتاره شاړې ځمکې ابادې کړې او د ننګرهار په زرګونو کورنیو کې د امید څراغ بیا بل کړ.
په دې مراسمو کې د ډاکټر ناکامورا د فعالیتونو اړوند فلمونه او مستندونه نندارې ته وړاندې شول؛ هغه آثار چې د کلونو فداکارۍ، لوړ همت او د انسانیت ژور باور ښکارندويي کوي.
افغان سفیر ظاهر اغبر په خپله وینا کې وویل: «د افغانستان خلک به ددې ستر سړي خدمتونه هیڅکله هېر نه کړي. ناکامورا د میلیونونو هیوادوالو په زړونو کې ځای لري.»
ددغو خدمتونو په د ستایلو په موخه د افغانستان سفارت له لوري په تاجکستان کې د جاپان سفیر ته یوه افتخاري مډال وسپارل شو څو د ناکامورا کورنۍ ته وسپارل شي.
