امنیت د آمو حوزه

تاجکستان له طالبانو غوښتي، چې رسمي بخښنه وغواړي

د تاجیکستان چارواکي وایي، د افغانستان له پولې سره نږدې په یوه وسله‌واله نښته کې د دې هېواد د دوو سرحدي ځواکونو تر وژل کېدو وروسته دغه هېواد له طالبانوغوښتي چې په رسمي ډول بښنه وغواړي او د پولې په اوږدو کې امنیتي تدابیر پیاوړي کړي.

د تاجیکستان دولتي خبري اژانس «خاور» د دغه هېواد د ملي امنیت د دولتي کمېټې له قوله راپور ورکړی چې دا پېښه د ډسمبر د ۲۳مې ماښام (سه‌شنبه، د جدي ۲مه) د شمس‌الدین شاهین په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د تاجک چارواکو په وینا، درې وسله‌وال کسان، چې دوی یې «د یوې ترهګرې ډلې غړي» بولي، په ناقانونه ډول د افغانستان له خاورې تاجکستان ته داخل شوي وو.

د رسمي بیان له مخې، د تاجکستان سرحدي ځواکونو د بلې ورځې سهار د دغو کسانو د شتون ځای تثبیت کړ او د عملیاتو پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ وسله‌واله نښته رامنځته شوه.

چارواکي وایي، یادو کسانو غوښتل پر یوې سرحدي پوستې برید وکړي او تر پېژندل کېدو وروسته یې وسله‌وال مقاومت وکړ.

په دې نښته کې درې وسله‌وال کسان وژل شوي او د چارواکو په وینا، یو شمېر وسلې او پوځي تجهیزات هم د نښتې له ځایه ترلاسه شوي دي.

په ورته وخت کې، د دې پېښې پر مهال د تاجیکستان دوه سرحدي پولیس هم وژل شوي دي.

بل‌خوا، یو شمېر سیمه‌ییزو رسنیو راپور ورکړی چې ښايي دا نښته د تاجکستان د سرحدي ځواکونو او له افغانستانه د راغلي قاچاقي ډلې ترمنځ رامنځته شوې وي.

د تاجکستان چارواکو ټینګار کړی چې دا په تېره یوه میاشت کې درېیمه وسله‌واله پېښه ده چې له افغانستانه د وسله‌والو د اوښتو له امله د تاجکستان او افغانستان ترمنځ د پولې په اوږدو کې رامنځته کېږي.