سوداګري

د تېر کال د ورته وخت په پرتله د روان کال په زمري میاشت کې د افغانستان د صادراتو کمښت

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې اعلان کړی، چې په زمري میاشت کې د افغانستان د صادراتو ارزښت نږدې ۱۴۰ میلیون ډالره و.

دغې ادارې راپور ورکړی، چې د افغانستان صادرات د تېر کال د ورته مهال په پرتله نږدې درې سلنه کمښت ښيي چې له مخې یې د افغانستان صادراتو نږدې ۳۰ میلیون ډالره کموالی موندلی.

د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د موندنو له مخې د روان هجري لمریز کال په زمري میاشت کې تر ۷۴۳ میلیون ډالرو زیات واردات شوي، چې ډېری دا واردات له چین، پاکستان او ایران هېوادونو څخه وو.