نړۍ

د مراکش د زلزلې تلفات ۲ زره او ۵۰۰ تنو ته ورسېدل؛ پلټنې لا هم دوام لري

د مراکش په کلیو او ښارونو کې لا هم د ژغورنې عملیات دوام لري او هره ورځ لسګونه مړي له خاورو راایستل کېږي.

د جمعې شپې ناوخته زلزلې د دې هېواد مرکز ولړزاوه او تر اوسه کابو ۲۵۰۰ تنه مړه شوي او نږدې دوه زره او ۵۰۰ نور ټپیان دي.

د بریتانیا، قطر، اسپانیا او متحده عربي اماراتو په ګډون ګڼو هېوادونو مراکش ته مرستندویه ډلې لېږلې دي.

اسپانیایی مرسته‌کوونکي انتونیو نوګالس وویل: «دا ډېره لیرې پرته سیمه ده او کابو ۸ ساعته وخت یې ونیوه چې تر دې ځایه راورسېدو. هېڅ مرستندویه ډلې نه وې او له پولیسو سره راورسېدو. دا ځای په بشپړ ډول له منځه تللی. ټولې ودانۍ نړېدلې دي. موږ له سپیانو په ګټې اخیستو خپلې پلټنې پیلوو او هڅه کوو ژوندي پاتې خلک پیدا کړو.»

دغې زلزلې د درنو تلفاتو او ویجاړیو ترڅنګ، زرګونه تنه بې کوره کړي او هغوی بشردوستانه مرستو لکه خوړو او سرپناه ته اړتیا لري.

د یوه جرمني ناودلتي سازمان ویاند مارکوس برمرز وايي: «خلک خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدماتو او خیمو ته اړتیا لري. دا هغه څه دي چې دلته شته. خو موږ ته وویل شول چې دا د ټولو لپاره بسنه نه کوي. له همدې امله موږ دلته یو ترڅو اړتیاوو ته رسېدنه وکړو.»

دا په تېرو شپږو لسو لسیزو کې د مراکش لپاره ترټولو مرګونې زلزله ده. په هغه زلزله کې چې په ۱۹۶۰ کال کې په یاد هېواد کې شوې وه نږدې ۱۲۰۰۰ تنه مړه شول.