نړۍ

د مراکش د زلزلې د مړو شمېر ۸۲۲ او د ټپیانو څه د پاسه ۶۷۰ تنو ته ورسېد

د مراکش رسمي ټلویزیون د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله اعلان وکړ چې د تېرې شپې د ۶،۸ زلزلې د قربانیانو شمېر ۸۲۲ تنو او د ټپیانو ۶۷۲ تنو ته رسېدلی دی.

د مراکش روغتیايي چارواکو له خپلو خلکو غوښتي چې له زلزلې د ټپیانو د ژغورنې لپاره وینه ورکړي.

اروپايي ټولنې هم په دغو سختو شرایطو کې د مراکش له خلکو د ملاتړ لپاره د چمتووالي اعلان کړی دی.

د مراکش د ژیوفیزیک ملي موسسې رییس په دې اړه وویل: «هغه زلزله چې د مراکش په سویل لوېدیځ کې وشوه په تېره یوه پېړۍ کې تر ټولو سخته زلزله وه.

همداراز د امریکا د ځمکپوهنې سازمان د اعلان له مخې، له ۱۹۰۰ زېږدیز کال راهیسې په مراکش کې د زلزلې له مرکزه په ۵۰۰ کیلومترۍ کې هېڅ دومره سخته زلزله نه ده شوې.

دغه سازمان ویلي: «د مراکش زلزله د ځمکې په تل ۱۸،۵ کیلومترۍ کې شوې او مرکز یې په اطلس غرونو کې و.»

د ترکیه، ایران، اسپانیا، روسیه، قطر، عمان چارواکو او همداراز د فریقا د کمېسیون رییس د تسلیت په ویلو سره د قربانیانو له کورنیو سره خپله همدردي ښودلې ده.

همداراز د روغتیا نړیوال سازمان ددې دردوونکې پېښې په اړه د خواشینۍ په څرګندولو اعلان کړی: «موږ له مراکش څخه د بیړني ملاتړ لپاره چمتو یوو.»