ښځې

د هېواد په تودو سیمو کې له نجونو پرته د ښوونیز کال لومړۍ ورځ

په نیمروز، فراه، کندهار، ننګرهار، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست او لغمان ولایتونو کې ښوونیز کال پیل شو او له شپږم ټولګي پورته نجونو پرته ټول زده کوونکي ښوونځیو ته ولاړل.

له شپږم ټولګي پورته نجوني چې له نورو زده کوونکو سره ښوونځیو ته له تلو بې برخې دي وايي، ژوند یې له ناهیلیو ډک دی او د ژوندانه سختې شپې ورځې تېروي.

د فراه ولایت یوه زده کوونکې زهرا وايي: «په فراه کې ښوونیز کال پیل شو او هلکان ښوونځي ته د تلو اجازه لري خو نجونې له ښوونځیو منع دي او زه د خپل ځان او نورو نجونو په اړه اندېښمنه یم.»      

د نیمروز ولایت اوسېدونکې له زده کړو بې برخې شوې مینه وايي: «که څه هم مسوولینو په ځلونو ژمنه کړې چې کړنلاره جوړوي، خو تراوسه دا کار نه دی شوی او موږ د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه لرو.»

۷۱۵ ورځې کېږي چې له شپږم ټولګي پورته دوه میلیونه نجونې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي.

افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې ښوونځي او پوهنتون ته د تلو اجازه نه لري.

د ښځو د حقونو فعاله مژګان فراجي وايي: «که څه هم د طالبانو له بیا واکمنېدو دوه کاله تېرېږي او دا دوه کاله کېږي چې نجونې ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري، موږ په ځلونو شاهدان یو چې طالبان د ښوونځیو د پرانیستو ژمنه کوي خو عملي کوي یې نه او ښځې او نجونې څنډه ته شوې دي.»

طالبانو تراوسه د ښځو او نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو لپاره هر ډول غوښتنه نه ده منلې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج الدین حقاني د دوشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره په کتنه کې وویل چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستو په کار کې له صبر او زغم څخه کار واخلي، خو ښځې او نجونې وايي، د دوی زغم پای ته رسېدلی دی.