ساینس او ټکنالوژي

جاپان په ځایي توغندي «د سپوږمۍ نښه ويشتونکی» فضا ته وتوغاوه

د جاپان H-IIA توغندی د پنجشنبې په ورځ د مخکې برابر شوي پروګرام له مخې په ځایي وخت ۸:۴۲ دقیقو د دغه هېواد له سویل «جاکسا» آژانس له یوه مرکزه د فضا په لور وتوغول شو.

دغه توغندی په اختصاري نوم SLIM یعنې «د سپوږمۍ د ارزونې لپاره د ځیرک شنونکي» لېږدوونکی دی.

دغه ځیرک څېړونکی چې د «سپوږمۍ نښه ویشتونکي» په نوم هم یاد شوی ټاکل شوې په راتلونکو څلورو تر شپږو میاشتو کې د یوې نوې ټکنالوژۍ په کارولو له سل مترۍ څخه په ډېره ځیرتیا د سپوږمۍ پر سطحه کېني.

جاپانی توغندی همداراز په دې فضايي ماموریت کې د ایکس په رڼا سره د جاکسا، ناسا او اروپا د فضايي آژانس لخوا ګډه جوړه شوې نجومي سپوږمکۍ، هم له ځان سره لېږدوي.

د ځیرکې سپوږمکۍ لېږدوونکي جاپاني توغندي ویشتل چې دوه ګونی ماموریت ورکړ شوی، په لېوالتیا او ولولو سره په ژوندۍ بڼه د ۳۵ زره تنو له خوا د «جاکسا» له یوتیوب چینل څخه لیدل کېدل.