نړۍ

پوتین او اردوغان د روسیې په سوچي ښار کې سره وکتل

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له خپل ترکي سیال رجب طیب اردوغان سره وکتل. دواړو په دغه کتنه کې وویل، د تور سمندر له لارې د اوکراین د غَلو د صادراتو هوکړه د نن ورځې د ناستې تر ټولو مهمه موضوع ده.

د ترکیې ولسمشر رییس رجب طیب اردوغان وايي: «په دې سفر کې د ترکیې او روسیې د اړیکو په چوکاټ کې، ټول د غَلو دهلیز مسلې ته پام کوي، دوی په تمه دي چې وویني د غَلو دهلیز په هکله څه پرېکړه کېږي.»

تېر کال، کي‌ېف او مسکو د ملګروملتونو او ترکیې په منځګړیتوب هوکړه وکړه چې اوکراین ته یې اجازه ورکوله ترڅو خپلې غَلې د تور سمندر له لارې نورو هېوادونو په تېره بیا بې وزله هېوادونو ته ولېږي.

دا هوکړه له څو ځله غځولو وروسته، په جولای میاشت کې پای ته ورسطده او مسکو لوېدیځ هېوادونه تورن کړل چې ددې تړون پر مادو عمل نه کوي او له همدې امله روسیه له دې هوکړې بهر شوه.

خو اوس پوتین وايي چې چمتو دی ددغې هوکړې د بیا عملي کولو لپاره مذاکره وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وايي: «د سیمې امنیت د ټینګښت له پلوه هم باید په دې اړه خبرې وکړو، البته موږ به د اوکراین اړوند مسایل له پامه ونه غورځوو. پوهېږم چې تاسو غواړئ د غَلو د هوکړې موضوع مطرح کړئ. موږ ددې موضوع په اړه خبرو ته چمتو یوو.»

روسیې له دغې هوکړې له وتلو وروسته خبرداری ورکړی و چې تور سمندر به نور د ملکي کښتیو لپاره امنه لاره نه وي او دا هېواد هره کښتۍ چې وغواړي ترې تېره شي د پوځي هدف په توګه یې ګڼي.

له بلې خوا، د هوکړې وخت له پای ته رسېدو وروسته، د بشردوستانه دهلیز له لارې درې کښتۍ له اوکراین څخه ترکیې ته رسېدلې دي.

د لیبریا په بیرغ سره درېیمه کښتۍ د یکشنبې په ورځ د استانبول له باسفورس تنګي تېره شوه.